د ملګرو ملتونو عمومي منشي کابل کې د بې ځایه شویو لیدو ته تللی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کابل ښار په ختیځ کې یوه لېرې پرته سیمه د ملګرو ملتونو د سرمنشي کوربنه وه.انتونیوګوتېرش دغلته د بې ځایه شویو کډوالو یوه کمپ ته په څرخي الوتکه کې ورغلی و او د کډوالو حالت یې له نژدې ولید.

د کابل ښار په ختیځ کې یوه لېرې پرته سیمه د ملګرو ملتونو د سرمنشي کوربنه وه.انتونیوګوتېرش دغلته د بې ځایه شویو کډوالو یوه کمپ ته په څرخي الوتکه کې ورغلی و او د کډوالو حالت یې له نژدې ولید.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه د ښاغلي ګوتېرش تر ټاکل کېدو وروسته دا افغانستان د هغه لومړنی سفر و، چې ټینګ امنیتي تدبیرونه ورته شوي وو.

م م د کابل مظاهرو په تړاو: نور تاوتریخوالی ستونزه نه اواروي

د پرتګال پخوانی لومړی وزیر د ملګرو ملتونو نوی عمومي منشي ټاکل شوی

"ملګري ملتونه له غم او تاوتریخوالي ډک حال کې له افغانستان سره دي"

د کډوالو او بې ځایه شویو له حاله خبرېدل د ښاغلي ګوتېرش د سفر اصلي موخه وه.

د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه تر ۱۲۰ زرو ډېرې کورنۍ د جنګ جګړو او نا امنیو له کبله له خپلو کور کلي بې ځایه شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کابل ښار په ختیځ کې یوه لېرې پرته سیمه د ملګرو ملتونو د سرمنشي کوربنه وه.

یو شمېر بیځایه شويو ویلي، د ملګرو ملتونو دغه ستر پلاوي سفر ته سترګې په لار دي چې ګواکې د دوی ستونزې به حل کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، هر کال د روژې په میاشت کې د همغږۍ سفرونه ترسره کېږي چې دا ځل یې افغانستان ته سفر کړی چې غواړي هغه کډوال وویني چې ډېرې سختۍ ګالي.

دی وايي: " د افغانانو او نړۍ مسلمانانو کلتور او دين ته د درناوي له مخې، يوه داسې ورځ کې چې ډېر يې روژه دي، پرېکړه مې وکړه چې افغانستان ته دا سفر تر ټولو ډېرو کړېدونکو خلکو سره په خبرو پيل کړم، هغه خلک چې دې ويجاړوونکې جګړې بې کوره کړي، هغوی چې دلته کابل ته راتښتېدلي، او هر څه یې له لاسه ورکړي، هر څه يې پرې ايښي، د کورنۍ غړي یې وژل شوي، کورونه یې ويجاړ شوي، او دوی د نړيوالې ټولنې له خوا لا ځواکمن يووالي ته اړتيا لري. "

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګوتېرش: د افغانانو او نړۍ مسلمانانو کلتور او دين ته د درناوي له مخې، يوه داسې ورځ کې چې ډېر يې روژه دي، پرېکړه مې وکړه چې افغانستان ته دا سفر تر ټولو ډېرو کړېدونکو خلکو سره په خبرو پيل کړم.

ښاغلي ګوتېرش افغانانو سره د همدردۍ څرګندولو ترڅنګ سوله د ستونزو د اوارۍ لار وبلله او ویې ويل: " نړيواله ټولنه، ګاونډي هېوادونه، ټول هغوی چې له افغان کړکېچ سره تړلي، بايد سره غونډ شي، او دې پوهاوي ته ورسېږي، چې دا جګړه پوځي حل لاره نه لري، او دا چې موږ بايد سياسي حل لاره ولرو موږ بايد سوله ولرو. "

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په حساس وخت کې افغانستان ته سفر کړی دی، چې د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ د درېدو او سولې پیغام هم له ځان سره لري.

اړونده مطالب

ورته مطالب