د برتانیا او امریکا د زده کړو سسټم به افغانستان کې ګټور وي؟

امریکا او برتانیا کې له لوړو زده کړو برخمنو کسانو په لرې پرتو سیمو کې نورو ته د زده کړو ورکولو پرواګروامونه عملي کړي دي. دې ته هلته د ټیچ امریکا او ټیچ فرسټ نومونه ورکړل شوي وو. خو دغه تګلاره به یوه داسې هېواد کې څنګه ګټوره وي، چې تعلیمي نظام په کې د څلورو لسیزو جګړو نړولی وي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان یو ښوونځی، چې نه ودانۍ لري او نه میز څوکۍ

د دې پوښتنې ځواب د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې موندل کېږي. دلته د افغان پوهنتون ۸۰ محصلین د سږ کال له پیله ( ټيچ فار افغانستان) نومي پروګرام کې د ۲۱ ښوونځیو ۲۳۰۰۰ هلکانو او نجونو ته زده کړې ورکوي.

دغه پروګرام ۲۶ کلن ځوان رحمت الله ارمان پیل کړی دی، چې د ټولنیزې اصلاح خوب یې لیدلی او د خپل ارمان پوره کېدو لپاره یې مټې رانغښتې.

ښاغلي ارمان د هند په پونا پوهنتون کې لوړې زده کړې او هلته یې د ټیچ فار انډیا پرواګرام لپاره په خپله خوښه کار کړی دی.

لوړې زده کړې: د افغانستان په اکاډمېکه کورنۍ کې نااعلان شوې جګړه

ډان: یهودان ترټولو ډېرې او مسلمانان ترټولو کمې رسمي زده کړې کوي

خپل ماشوم څنګه زده کړې ته هڅولی شئ؟

وسله والو غزني کې د نجونو ښوونځی په بمونو الوځولی

د هند ښوونځیو کې بدلون ته په کتو یې پرېکړه وکړه، چې کور ته له ستنېدو وروسته به خپل هېواد کې هم دغسې خدمت کوي. خو له دې مخکې دی باید خپله پوه شوی وای، چې د افغانستان په تعلیمي او ټولنیز سیسټم کې څه پاتې دي.

ارمان ته معلومه شوه، چې د امریکا له مرستو سره هم افغانستان کې ۳۶ سوه زره ماشومان ښوونځیو ته نه تله، نیمايي ښوونکو وړتیا نه درلوده او ۷۵ سلنه ماشومانو له ۱۵ کلنۍ مخکې ښوونځی پرېښوده او ۶۰ سلنه بالغ کسانو لیک لوست نه شوای کولای.

ارمان وايي:

''زما لپاره تر ټولو لوی تحریک دا و، چې ښوونځي کې میزونه، څوکۍ نه ول، کله نا کله په کې ښوونکي هم نه وو، خو بیا هم زده کونکي ورتله. ښوونځي له ماشومانو ډک وو. ما ولیدل داسې سیمو کې هم خلکو خپل ماشومان ښوونځیو ته بیول، چې هر مهال په کې د چاودنو خطر و، له دې ټولو خطرونو سره، چې ټولو ته معلوم وو، نهه میلیونه ماشومان ښوونځیو ته تله. ما ولیدل چې خلکو سره هیله شته، دوی ماتې نه مني، دوی خپل راتلونکی بایللی، خو ښايي د ماشومانو راتلونکي ته یې لا هم هیله شته. ''

ارمان باوري دی، چې دغو ماشومانو ته به زده کړې ورکړي او معیاري زده کړې به ورکړي، هغه هم خپله د افغانانو په لاس.

ارمان ۲۰۱۳ کال کې همدې هدف ته د رسېدو لپاره د ټیچ فار ال نومي سازمان په مرسته د ټیچ فار افغانستان نومي پروګرام پیل کړ. ارمان د ښوونکو لپاره لوړ معیار ټاکلی دی، نه یوازې شهادت نامه اړینه ده، بلکې ۷۵ سلنه نومرې، د مشرتابه تجربه او د خپل فکر د اظهار وړتیا هم مهمه ده.

Image caption ټیچ افغانستان د نجونو لپاره هم د زده کړو فرصت غواړي

ارمان وايي حیرانونکی کار وشو:

''د ۸۰ کاري فرصتونو لپاره ۳۰۰۰ غوښتنلیکونه راغلل، ټول له معیار سره برابر وو او ۹۹ سلنه کسانو له افغان پوهنتونونو زده کړې وې. ''

د نجونو زده کړې

دا هم مهمه وه، چې دې کې یو شمېر د نجونو وي. دا باید ثابته شوې وای، چې یوه نجلۍ زده کړې کولای شي، مناسبه وظیفه موندلای شي، کورنۍ جوړولای شي او ماشومان زېږولای شي. یو شمېر افغانان فکر کوي لیک لوست زده کول د نجونو لپاره کافي تعلیم دی، خو د ټیچ افغانستان لیدلوری ځانګړی دی. ارمان وايي:

'دا د فکري بدلون خبره او دا یوه داسې چاره ده، چې وخت غواړي. '

یوې ښوونکې منظوره ته وویل شول، چې د دې دوې زده کونکې، چې یوه یې ۱۴ کلنه او بله ۱۵ کلنه وه، ښايي نور اجازه و نه لري، چې ښوونځي ته لاړې شي. نوموړې د هغوی مور وغوښته او له اوږده بحث وروسته نجونو ته اجازه ورکړل شوه، چې زده کړې روانې وساتي.

ارمان وايي، د روانو جګړو او نا امنیو له کبله دوی د ځان خوندیتوب ته ډېر اندېښمن نه دي، ځکه په وینا یې دوی د سیمې په کچه کار کوي او د سیمې له مخورو او مذهبي مشرانو سره ښه اړیکي لري:

''له کله مو چې کار پیل کړی، یو برید هم پر موږ نه دی شوی، نه پر کوم ملګري، نه پر ښوونځي او نه هم پر زده کونکو ''

پیل کې ښايي یو شمېر افغان چارواکو یا ښوونکو ټیچ افغانستان د ځان رقیب باله، خو ډېر ژر د دوی ملګري شول۔

د انځور حقوق EPA

له توندلارۍ سره مبارزه

دلته هم ښوونکو ته د دولتي ښوونځیو په څېر تر ۹۰۰۰ افغانیو پورې معاش ورکول کېږي.

ارمان وايي پوهېږي، چې دا لوړ معاش نه دی، خو وايي ''دوی راسره منلې، چې راتلونکی به یې ښه وي، چې یوازې تر معاشه به محدود نه وي. ''

ارمان فکر کوي د افغانستان راتلونکی په دې پورې غوټه دی، چې د دغو ځوانانو وړتیاوې وپېژندل شي:

''نړۍ کې تر ټولو ډېر ځوان نفوس افغانستان کې ژوند کوي او همدا کېدای شي زموږ تر ټولو مهمه شتمني ثابت شي. ''

ارمان فکر کوي زده کړې هغه ګټوره وسیله ده، چې توند لاري او سخت دریځي پرې ماتېدای شي. نوموړي د سوات ملالې یوسفزۍ خبره تکرار کړه:

''زه نه غواړم سخت دریځي ووژنم، زه غواړم د دوی ماشومانو ته زده کړې ورکړم. ''

نوموړی وايي: دا زموږ په هېواد کې د سخت دریځۍ له منځه وړلو تر ټولو ښه لاره ده.

د 'ملاله فنډ ' په مرسته ټیچ افغانستان ۳۰ نوي ښوونکي ګومارلي، چې ۲۰ یې ښځینه دي. دوی د روانې میاشتې له پيله پروان ولایت کې دنده پیل کړې.

ارمان وايي هیله من دي، چې ټول افغانستان کې به ښوونکي وګوماري:

'دا لړۍ باید په ملي کچه شي، اړتیا ډېره لویه ده او موږ به یې پوره کوو. '

Image caption رحمت الله ارمان چې نور لوستي ځوانان هم د ځان ملګري کوي

اړونده مطالب

ورته مطالب