د ملګرو ملتونو عمومي منشي کابل کې د بې ځایه شویو لیدو ته تللی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د م.م. عمومي منشي کابل ته سفر کې افغانان "تر ټولو ډېر کړېدلي خلک" وبلل

د کابل ښار په ختیځ کې یوه لېرې پرته سیمه د ملګرو ملتونو د سرمنشي کوربنه وه.انتونیوګوتېرش دغلته د بې ځایه شویو کډوالو یوه کمپ ته په څرخي الوتکه کې ورغلی و او د کډوالو حالت یې له نژدې ولید.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه د ښاغلي ګوتېرش تر ټاکل کېدو وروسته دا افغانستان د هغه لومړنی سفر و، چې ټینګ امنیتي تدبیرونه ورته شوي وو.

یو شمېر بیځایه شويو ویلي، د ملګرو ملتونو دغه ستر پلاوي سفر ته سترګې په لار دي چې ګواکې د دوی ستونزې به حل کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، هر کال د روژې په میاشت کې د همغږۍ سفرونه ترسره کېږي چې دا ځل یې افغانستان ته سفر کړی چې غواړي هغه کډوال وویني چې ډېرې سختۍ ګالي.

دی وايي: " د افغانانو او نړۍ مسلمانانو کلتور او دين ته د درناوي له مخې، يوه داسې ورځ کې چې ډېر يې روژه دي، پرېکړه مې وکړه چې افغانستان ته دا سفر تر ټولو ډېرو کړېدونکو خلکو سره په خبرو پيل کړم، هغه خلک چې دې ويجاړوونکې جګړې بې کوره کړي، هغوی چې دلته کابل ته راتښتېدلي، او هر څه یې له لاسه ورکړي، هر څه يې پرې ايښي، د کورنۍ غړي یې وژل شوي، کورونه یې ويجاړ شوي، او دوی د نړيوالې ټولنې له خوا لا ځواکمن يووالي ته اړتيا لري. "