توره بوړه؛ داعش او طالب ته څومره مهمه ده؟

tora bora د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې داعش یا اسلامي دولت ډله بالاخره په پچیر اګام ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر مهم مرکز توره بوړه واکمنه شوه.

له سیمې رپوټونه وایي، د چهارشنبې په شپه داعش وسلوال ناڅاپه د غره له لوري پر توره بوړه ور ټیټ شوي او دومره سخت عملیات یې کړي، چې طالبانو له پښو سپکولو پرته بله لار نه درلود.

د داعش له وېرې له سیمې په سلګونو کډې ان تر جلال اباد ښار رسېدلې دي.

اسامه له تورې بوړې څنګه وتښتېد؟

ویل کېږي طالبانو اوس له دې وېرې چې داعش د خوګیاڼیو په لور خپور نه شي په وزیرو، پچیر اګام او چپرهار کې دفاعي مورچې جوړ کړې.

د دوو زبرځواکونو ضد توره بوړه

توره بوړه د ننګرهار پچیر اګام ولسوالۍ کې د سپین غر لمنو سره پرته سیمه ده.

په افغان- شوروي جګړې کې د افغان مجاهدینو یو مشر مولوي خالص توره بوړه کې سمڅې جوړې کړې.

دا سمڅې دومره لویې دي چې هغه مهال به د وسلو ډک موټر ور ننوتل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکايي او کاناډايي پوځيانو توره بوره کې د سیمې د خلکو په وینا د (القاعده د شهیدانو) قبرونه وسپړل.

په دغو سمڅو کې پر وسلو ساتلو سربېره مجاهدین د شوروي او د هغه وخت افغان حکومت له بمبار خوندي وو او د عملیاتو لپاره به یې پلانونه هم پکې جوړول.

د مجاهدینو په بریالیتوب پسې توره بوړه بې اهمیته شوه، خو کله چې وسلوال طالبان مات شول، توره بوړه هغه مهال د خبرونو سرټکی شوه چې د القاعده مشر پکې پنا واخیسته.

ویل کېږي د امریکا بمبار هم پر اسامه بن لادن ډېر اغېز ونه کړ، خو د ځمکنیو عملیاتو پر مهال د یوه جوړ جاړي له مخې له سیمې ووت، مګر د القاعده له وتلو وروسته افغان سرتېري هم له دې ستراتیژیکې سیمې شاته شول.

څه مهال وروسته د مولوي خالص د یو زوی په مشرۍ د توره بوړه محاذ په نوم له دغه ځایه طالبانو د بهرنیو او افغان ځواکونو پرضد عملیات پیل کړل.

توره بوړه تراوسه هم وسلوالو طالبانو ته خوندي پټنځی و او په سیمه کې خبریال غازي عابد وایي، چې دې ډلې دغه ځای په ختیځ کې پر عملیاتو تنظیمولو سربېره د پلانونو، غونډو او کسانو روزلو لپاره هم کاراوه.

توره بوړه د طالبانو څو اړخیز او سمبولیک مرکز

وسلوالو طالبانو له توره بوړه تبلیغاتي او رسنیزې هڅې هم کولې، چې تر ډېره د توره بوړه په نوم وې.

توره بوړه وېبپاڼه، توره بوړه مجله او توره بوړه سټودیو یې اوڅار نومونه دي.

دوی پر ننګرهار سربېره په ختیځ کې د جګړې خبرونه له دې وېبپاڼې خپروي، مجله یې هم ورته هڅو ته ځانګړې شوې وه او توره بوړه سټوډیو د دوی ترانې او نورې تبلیغاتي هڅې په غږیز ډول خپروي.

که څه هم وسلوال طالبان په ننګرهار کې د داعش ماتولو لپاره له دوو کلونو راهیسې ان له هلمند هم خپل وسلوال را ولي، خو نه دا چې دا ډله دلته ماته نه کړه، بلکې توره بوړه یې هم ترې ونیوله.

وسلوالو طالبانو ته توره بوړه سمبولیک او ستراتیژیک اهمیت لري او د بیا نیولو هڅه به یې وکړي، خو په لنډ وخت کې یې لاسته ور تلل ناشوني ښکاري.

د ځايي ځلکو په وینا، داعش پر ولس سربېره طالبانو کې هم وېره خپره کړې او د جګړې مورال یې کمزوری شوی.

ننګرهار د داعش کور که ګور ؟

د داعش دا هڅه په داسې مهال ده چې د اپرېل پر دیارلسمه امریکا پر دغه ډله په اچین کې مور بم وغورځاوه.

مور بم تر ټولو ستر نا اټومي بم دی او امریکا ویل، په دغه ګوزار سره یې د داعش ملا ماته کړه.

افغان حکومت هم ویل چې په هغه برید کې تر سلو داعش وسلوال وژل شوي او په سوونو نور ټپیان دي.

له هغه وروسته داسې فکر کېده چې داعش له ننګرهار نورو ولایتونو په تېره کونړ ته کوچېږي.

خو د توره بوړه لاسته ورتلل ښيي چې دا ډله لا هم ځواکنمه ده او لکه چې افغانستان کې د اوڅارېدلو یا ظهور مرکز یې ننګرهار و، دا ډله غواړي چې دا ولایت یې ټاټوبی او کور پاتې شی.

توره بوړه د عملیاتو مرکز او د دفاع مورچل

توره بوړه پر ننګرهار سربېره لوګر، کورمه، اورکزیو او د پېښور لور ته د تللو لارې هم لري.

داعش په داسې مهال توره بوړه نیسي چې ترې یوه ورځ وړاندې د لوګر ولایتي شورا وویل، دې ډلې په ازره ولسوالۍ کې د وسلوالو موندلو یا سربازګېري هڅه پیل کړې.

ازره د لوګر ولسوالي ده خو خلک یې له ننګرهار سره ډېره تګ را تګ لري. دا ولسوالي له کابل سره هم پوله لري او د سروبي له لارې کاپیسا ته هم ترې په اسانه تګ کېدلی شي.

له بلې خوا د داعش سره د اورکزیو او نورو قبایلي سیمو وسلوال هم ملګري دي او له توره بوړه له قبایلي سیمو په تېره کورمې او اورکزیو ته تګ راتګ کولی شي.

داعش توره بوړه د ننګرهار څنګلورو ولایتونو لپاره هم د عملیاتو د مرکز او که زور ترې تېرېږي د دفاع مورچل په څېر کارولی شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption توره بوړه کې په ۲۰۰۲ کال امریکايي پوځیانو د القاعدې د جنګیالیو سمڅې والوځولې

افغان حکومت څه کولی شي؟

د بمونو مور هم داعش مات نه کړ او نږدې کال مخکې چې ولسمشر غني ننګرهار ته تللی و، ویل یې، ننګرهار به د داعش پر ګور بدل کړي.

خو تراوسه داسې ونه شول، یوه وجه دا بلل کېږي چې افغان حکومت له داعش یا وسلوالو طالبانو کومې سیمې ونیسي ځواکونه یې ترې ستنېږي او دوی لا موزې اېستلي نه وي چې مخالفان یې بېرته نیولو سیمو ته ور شي.

په کوټ او بټي کوټ کې له عملیاتو وروسته چې افغان ځواکونه ستنېدل، داعش یا وسلوال طالبان بېرته دغو ولسوالیو ته ور ګرځېدل.

خبریال غازي عابد وایي، کله چې افغان ځواکونو په دغو ولسوالیو کې پوستې ډېرې کړې او ځايي ځلک یې د داعش او طالب پرضد د محلي پولیسو لیکو ته جذب کړل، اوس د دې ولسوالیو په ځینې لرې پرتو سیمو کې د حکومت مخالف وسلوال شته مګر مرکزي سیمو ته یې د ستنېدلو زړه نه ښه کوي.

د هغه په خبره، افغان حکومت په نورو سیمو کې هم له ورته تکتیک کار اخیستلی، د خپل واک لمن پراخولی او ځايي خلکو ته امنیت ټینګولی شي.