نيويارک ټايمز: افغان سولې لپاره پاکستان سره خبرې وکړئ

د انځور حقوق Getty Images

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز "افغان سولې لپاره پاکستان سره خبرې وکړئ" تر سرليک لاندې يو مطلب کښلى او وايي، د ولسمشر ټرمپ ادارې له لوري افغان تگلارې ته بيا کتنه، يوۀ اصلي واقعيت ته د کتنې زمينه برابروي.

هغه دا چې که د پاکستان له لوري د افغان طالبانو او حقاني ډلې کېدونکى ملاتړ کم نشي نو د سرتېرو شمېر زياتېدو په گډون هېڅ يوه تگلاره به بريالۍ نه وي.

"د حکمتیار راتګ طالبان سولې ته هڅولی شي"

غني: طالبان د سولې وروستي چانس لري

افغان حکومت: طالبان سیاسي خوځښت نه دی

ورځپاڼه وايي دا د پوهاوي وړ خبره ده چې پاکستان ته له ٢٠٠٢ م کال راهيسې تر اوسه د ٣٠ ميليارد ډالرو له ورکړې وروسته اوس د امريکايۍ تگلارې منتقدين د پاکستان پر وړاندې د سخت دريځ غوښتنه کوي.

دوى وايي پر دغه هېواد دې بنديزونه ولگېږي، د مرستې لپاره دې شرطونه ډېر شي، او يا د دغه هېواد نوم دې د ترهگرۍ ملاتړو په نوملړ کې وليکل شي.

خو د ورځپانې مطلب وايي دغه راز کړنې ښايي د پاکستان دريځ بدل نکړي، ځکه د خپل شتون په تړاو اندېښنې لري، نو امريکا بايد د دغه هېواد ستراتېژيکې اندېښنې په پام کې ونيسي.

ورځپاڼه د هند او افغانستان سره د هغه هېودا مرستو په اړه د پاکستان اندېښنو ته اشاره کوي. نيويارک ټايمز وايي امريکا بايد د هند او پاکستان ترمنځ خبرو اترو ته زمينه برابره کړي. د هند او پاکستان ښه اړيکي د افغانستان پر حالاتو هم مثبت اغېز کوي.

ورځپاڼه وايي امريکا بايد د افغان سولې د بهير په تړاو جدي شي او د څلور اړخيزو خبرو اترو بهير بيا را ژوندى کړي.

د ورځپاڼې په وينا د تاوتريخوالي د کچې کمېدو پرته افغان حکومت د سولې بهير ته اړين ولسي ملاتړ نشي ماتولى، نو اړتيا ده چې پاکستان د طالبانو د ملاتړ کمولو په برخه کې داسې گامونو واخلي چې د ارزونې وړ وي.

د ورځپاڼې په باور امريکا دې کړنې ته د پاکستان هڅونې لپاره بايد له چين مرسته وغواړي.

د انځور حقوق Getty Images

واشنگټن پوست:

واشنگټن پوست خپله سرليکنه د ولسمشر ټرمپ دې پرېکړې ته ځانگړې چې افغانستان ته د ځواک استولو واک يې د امريکا دفاع وزارت ته سپارلى. ورځپاڼه وايي د ولسمشر ټرمپ دغه اقدام پر ځاى دى.

ورځپاڼه د امريکا پخوانى ولسمشر بارک اوباما په مايکرو منېجنمنټ (ټول کارونه په خپله کول ان که کوچني هم وي) تورنوي او وايي دا چاره يې په داسې بڼه تر سره کړې چې د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې يې د پوځ وړتيا زيانمنه کړې.

ورځپاڼه په دې باور ده چې د ولسمشر ټرمپ دا گام به د پوځ وړتيا ورغوي.

ورځپاڼه وايي ولسمشر اوباما په افغانستان او عراق کې د ځواکونو د کچې موضوع سياسي کړه او جگړې ډگر کې شته حالت ته په بې پامۍ سره يې د ځواکونو راېستلو مهال وېش وټاکه.

ورځپاڼې په کابل کې د يوۀ امريکايي لوړ پوړي چارواکي په وينا ليکلي د امريکا د نوې افغان تگلارۍ موخه دا ده چې افغان پوځ تر ٢٠٢٠ م کال پورې پر ځان بسيا شي، او د سولې د خبرو اترو لپاره افغان حکومت په پياوړي دريځ کې ودروي.

که توندلاري بيا خبرو اترو ته چمتو وو چې ورسره خبرې وشي.

د انځور حقوق Getty Images

ډان:

پاکستانۍ ډان ورځپاڼه وايي امريکا له پاکستان سره د خپلو مالي مرستو د ارزونې اعلان کړى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن د سنا جرگې ته ويلي د ترهگرۍ ملاتړ په برخه کې پر پاکستان لگېدلي تورونه پر دلايلو ولاړ دي نو ځکه امريکا پتېيلې چې هغه هېواد ته د کېدونکو مرستو په تړاو استخباراتي ادارې يوه ارزونه وکړي.

ځينې رسنۍ داسې انگېري چې پاکستان سره د امريکا د مرستو په کچه کې ښايي نور کمى راشي.

ورته مطالب