افغانستان کې د داعش جګپوړی قومندان "وژل" شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption په وروستیو کې افغانستان کې د داعش پروړاندې عملیات چټک شوي

په افغانستان کې امریکايي ځواکونه وايي، د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د "اسلامي دولت" (داعش) ډلې د خراسان ولایت یو جګپوړی قومندان جواد خان په هوايي برید کې وژل شوی.

سرچینه وايي، برید د جون پر درېیمه د امریکايي ځواکونو له خوا شوی.

په افغانستان کې د پرېکنده ماموریت یوه خبرپاڼه کې ویل شوي:

"جواد خان د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د جون پر درېیمه په هوايي برید کې په نښه شوی دی."

روسیه: ښايي د داعش مشر وژل شوی وي

ننگرهار کي د داعش یو قومندان هوایي برید کې وژل شوی

افغانستان کې د 'داعش' قومندان عبدالرؤف خادم وژل شوی

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولسن وايي: "د هغه مرګ به د خراسان ولایت د داعش شبکې فعالیتونه ګډوډ کړي، د ګومارلو لړۍ به یې کمزورې او د نړیوالو عملیاتو هڅې به یې له منځه یوسي."

نوموړی وايي، په افغانستان کې د داعش اورپکو لپاره خوندي پټنځي نه شته، موږ له خپلو افغان ملګرو سره په ډېر شدت سره د داعش ماتولو ته دوام ورکوو.

د امریکايي ځواکونو په وینا،جواد خان ددغې ډلې د خراسان څانګې یوه جګپوړي اړیکه نیوونکي رول لوباوه، چې د هغه په مړینه به ددغې ډلې د رسنیو او تبلیغاتو څانګه شنډه کړل شي او له سوریې سره به یې هم اړیکي وشلېږي.

په تېرو لسو میاشتو کې افغان ځواکونو د داعش ځینې مهم مشران له منځه یووړل، چې له دې ډلې یو هم ددغې ډلې امیر حافظ سعید او تر هغه وروسته د دوی بل مشر عبدالحسیب هم پکې شامل دي.

وړاندې څو ځلې د داعش د مشر د وژل کېدو په اړه رپوټونه خپاره شوي وو

افغانستان کې د داعش د دغه قومندان د وژل کېدو خبر یوه ورځ وروسته تر هغه خپور شوی، چې روسیې د سوریې رقه ښار کې د داعش د مشر ابو بکر البغدادي د احتمالي وژل کېدو خبر خپور کړ .

افغانستان کې د داعش ځینې مهم وژل شوي قومندانان

  • ملا بزرګ، چې د ۲۰۱۶ کال نومبر کې ننګرهار کې هوايي برید په نښه کړ.
  • ملا عبدالرؤوف خادم،د ۲۰۱۵ کال فبرورۍ کې هلمند کې څارګرو الوتکو په نښه کړ.
  • د ۲۰۱۶ کال اګست میاشت کې د داعش د مشر حافظ سعید د وژل کېدو خبر خپور شو.

ورته مطالب