تخار کې اور ۲۰۰ پلورنځي سوځلي

د انځور حقوق UGC
Image caption اور د ګازو یوې ډبې چاودنې له کبله ولګېد

تخار کې ځايي چارواکي وايي د دغه ولایت مرکز تالقان کې د اور لګېدو له کبله نژدې ۲۰۰ دکانونه او دوه بازارونه سوځېدلي دی. اور د تالقانو ښار د لرګیو پلور بازار کې ولګېد او شاوخوا دکانونو ته خپور شو.

عیني شاهدان وايي، ځايي خلکو له چارواکو سره په اور وژنه کې مرسته وکړه.

د انځور حقوق UGC
Image caption یو شمېر ځايي اوسېدونکو ویلي د اور وژنې ځايي کارکوونکي و نه توانېدل په یوازې سر اور ووژني

د تخار ولایت ویاند سنت الله تیمور بي بي سي ته ویلي، لومړني معلومات ښيي، چې اور یوه حمام کې د ګازو ډبې چاودنې له کبله لګېدلی و. نوموړي ویلي:

اوسمهال معلومه نه ده، چې خلکو ته څومره مالي زیان اوښتی دی، خو له نیکه مرغه د سر زیان نه لرو. د تخار اطفایې و نه شوای کولای په یوازې سر اور ووژني، وروسته له کندوزه د اور وژنې کارکوونکي راغلل او په شریکه وتوانېدو د اور خپرېدو مخه ونیسو. دغو څلورو بازارانو کې نژدې ۲۰۰ دکانونه یا هغه خونې وې، چې خلک په کې اوسېدل.

د انځور حقوق UGC
Image caption اور لومړی د لرګیو پلور په یوه پلورنځي کې ولګېد

د افغانستان په بازارونو کې د احتیاطي تدبیرونو لږالي له کبله کله نا کله د اور لګېدلو پېښې کېږي، چې د درنو مالي زیانونو سبب کېږي. تېروو دوو کلونو کې د پلازمېنې کابل په شمول یو شمېر بازارونو کې اور لګېدلی، چې یو ځل یې له ۳۰۰ ډېرې هټۍ وسوځولې.

د انځور حقوق UGC
Image caption د افغانستان شمال ختیځ تالقان کې اور لګېدنه