''پکتیکا کې یو ځوان له ملي بېرغ سره د مینې له کبله وژل شوی''

پکتیکا د انځور حقوق Getty Images

د پکتیکا ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې وسله والو یو ۲۲ کلن ځوان په دې تور وژلی، چې د افغانستان له ملي بیرغ څخه یې د کالیو غاړه جوړه کړې وه.

د پکتیکا د والي ویاند محمد رحمان ایاز بي بي سي ته تایید کړه، چې دوو موټرسایکل سپرو پر بهاوالدین هغه مهال ډزې وکړې چې دی د خیرکوټ له ښاره خپل کلي ته پرلاره و.

ښاغلي ایاز زیاته کړه: "بهاوالدین یوازې وسله والو په دې وواژه، چې د جامو د غاړې برخه یې له ملي بیرغ څخه جوړه کړي وه."

د پکتیکا معلمانې

له پکتیکا وتلې یوازینۍ ډاکټره بېرته دغه ولایت ته ستنېږي

د بهاوالدین پلار ملا جمال الدین بي بي سي ته تاییده کړه، چې زوی یې وسله والو په دې وواژه چې ولې یې له ملي بیرغ څخه غاړه جوړه کړې ده. ده وویل: " زوی مې د اتم ټولګي زده کوونکی و او له ملي بیرغ سره یې زیاته مینه لرله او همدې میني مرګ ته ورساوه. ''

د نوموړي په خبره، زوی یې هېڅ حکومتي دنده نه لرله او یوازې یې د کور کارونه او خپل درسونه مخکې وړل.

د انځور حقوق FB
Image caption د بهاوالدین پلار ملا جمال الدین بي بي سي ته تاییده کړه، چې زوی یې وسله والو په دې وواژه چې ولې یې له ملي بیرغ څخه غاړه جوړه کړې ده

د بهاوالدین د وژنې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

ورته مطالب