بلخ کې افغان سرتېري ' اووه امریکايي سرتېري' ټپیان کړي

شاهین د انځور حقوق Getty Images
Image caption د غوڅ ملاتړ په خبرپاڼه کې راغلي چې یو افغان سرتېری په پېښه کې وژل شوی او یو ټپي دی.

د ناټو غوڅ ملاتړ تایید کړې چې د افغانستان په شمالي بلخ ولایت کې ۲۰۹ شاهین قول اردو کې یوه افغان سرتېري پر امریکايي عسکرو ډزې کړي او اووه یې ټپیان کړي دي.

تر دې وړاندې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند عبدالقهار ارام بي بي سي ته منلې وه چې یوه افغان سرتېري د پوځي روزنې پر مهال خپل یو شمېر امریکايي همکاران ټپیان کړي او دی پخپله هم وژل شوی دی.

ښاغلي ارام وویل: " موږ د پېښې په اړه په څېړنو بوخت یو."

د افغانستان د دفاع وزارت یوه ویاند د فرانسې خبري اژانس ته تایید کړې وه چې ټپیان شوي امریکایان شاهین قول اردو ته ورغلي ول.

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو ښودلې چې له پېښې خبر دي خو دا ادعا یې نه ده کړې چې ګواکې ډز کوونکی سرتېری دې له دوی سره اړیکه درلودلې وي.

د انځور حقوق Getty Images

د غوڅ ملاتړ په خبرپاڼه کې راغلي چې یو افغان سرتېری په پېښه کې وژل شوی او یو ټپي دی.

تېره اوونۍ په ننګرهار ولایت کې د افغانستان د کوماندو ځواکونو د یوه سرتېري په ډزو درې امریکايي عسکر ووژل شول او یو بل ټپي شو.

په افغانستان کې په ۲۰۱۵ کال کې د ناټو د جګړه ییز ماموریت تر پای ته رسېدو وړاندې، د افغان سرتېرو له خوا پر خپلو بهرنیو همکارانو بریدونه چې " زرغون پر شنو" بریدونو بلل کېږي، افغان چارواکو او په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ته لویه اندېښنه ګرځېدولې وه.

اړونده مطالب