امریکا وايي د داعش نومې ډلې مهم قومندان یې وژلی دی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امریکا وايي د داعش نومې ډلې مهم قومندان یې وژلی دی

په افغانستان کې امریکايي ځواکونه وايي، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش یو جګپوړی قومندان جواد خان په هوايي برید کې وژلی دی. برید د جون پر درېیمه شوی و.

د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نېکولسن وايي د هغه مرګ به په افغانستان کې د داعش فعالیتونه ګډوډ کړي. بل پلو، د اچین په ګاونډ کې د پچیراګام ولسوالۍ تورې بوړې ته افغان پوځیان رسېدلي. همدا سیمه په دې اوس اوس کې داعش ونیوله. وېره دا ده چې ښايي توره بوړه د داعش په مرکز واوړي خو افغان دفاع وزارت وايي پوځیان یې دغلته په عملیاتو بوخت دي.

سید عبدالله نظامي رپوټ لري.