توره بوړه ولې مهمه ده؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

توره بوړه ولې مهمه ده؟

توره بوړه ولې مهمه ده؟ همدغلته په ۲۰۰۱ کال کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن اوسېده او د وسله والو ځاله وه. بیا چې کله امریکايي ځواکونو پر افغانستان برید وکړ - امریکايي استخباراتي ځواکونه - له افغان ملېشو سره دغه سیمې ته لاړل.

د ملېشو یو قومندان یې حضرت علي و چې زموږ همکار اولیا اطرافي ورسره د دغې سیمې پر ارزښت او حالت خبرې کړې دي.