جلال اباد کې پاکستاني دیپلوماتان بې درکه شوي

جلال‌آباد

افغان او پاکستاني چارواکو بي بي سي ته تایید کړې چې د پاکستان کونسلګرۍ دوه ډېپلوماتان تورخم ته پر لار بې درکه شوي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه موضوع یې افغان چارواکو سره شریکه کړې.

د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: "پاکستان د افغان حکومت نه غوښتي چې زموږ د چارواکو پیدا کولو کې بشپړه همکاري وکړي او ورانکاري قانون ته وسپاري".

د ننګرهار چارواکو هم منلې، چې د پاکستان د کونسلګرۍ دوه کارکوونکي ورک شوي، د ننګرهار د والي ویاند وايي تر اوسه نه ده روښانه، چې دغه کارکوونکي له کومې سیمې بې درکه شوي، خو دومره وايي چې د تورخم - جلال اباد پر لویه لار د جمعې په ورځ دغه دوه پاکستان وګړي بې درکه شوي.

عطاء الله خوګياڼی وايي افغان امنیتي ځواکونو ته نه وو ویل شوي، چې ددغو وګړو امنیت وساتي او تر تورخمه یې ورسوي، تر اوسه داهم نه ده مالومه، چې ورک شوي کسان عادي کارکوونکي دي، که دیپلوماتان دي.

د ننګرهار چارواکي وايي امنیتي ځواکونه لټه کوي، چې د ورکو شو کسانو لوری لودن مالوم کړي .

دا لومړی ځل دی چې د تورخم - جلال اباد پر لار د پاکستاني سیاسي استازولۍ کارکوونکي بې درکه کیږي، د تورخم جلال اباد په دویم سرک پاکستان له څه مودې راهیسې کار کوي، خو تر اوسه یې کاریګر له کومې پیښې سره نه دي مخامخ شوي.

داعش

په دغې لوي لار کله کله د خلکو او سوداګرو د تښتولو خبرونه راځي، رپوټونه وايي دډیورڼد پولې ته څېرمه یو شمېر پاکستاني وسلوال فعالیت لري، داعش هم د ننګرهار په څو ولسوالیو کې شته خو تر اوسه هېڅ کومې ډلې ددغو پاکساني وګړو د نیونې مسؤولیت نه دی منلی.

دا چې د دې پېښې تر شا د چا لاس دی، تر اوسه کابل او اسلام اباد په دې اړه څه نه دي ویلي.

اسلام اباد وايي افغانستان د دې پېښې څېړلو لپاره ۳ بېلابېلې ډلې جوړې کړي دي.

په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد تر منځ اړیکې ترینګلي شوي دي. دواړه هېوادونه یو بل تورنوي چې د مخالفو وسله والو ډلو پر ضد مبارزه نه کوي.

افغانستان وايي پاکستان له افغانستان سره په نااعلان شوې جګړه کې ښکېل دی او د طالبانو ملاتړ کوي.

خو اسلام اباد وايي کابل د پاکستاني طالبانو پر ضد چې د دوی په وینا د افغانستان له خاورې فعالیت کوي کلکه مبارزه نه کوي.

وړاندې د افغان او پاکستاني دیپلوماتانو د تښتولو له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي فضا خړه پړه شوې ده.

د ۲۰۰۸ کال سپتمبر میاشت کې پاکستان ته د افغانستان نومول شوی سفیر عبدالخالق فراهي د خیبر پښتونخوا حیات اباد سیمه کې ناپېژاندو وسله والو تښتولی و.

د ښاغلي فراهي موټرچلوونکی د تښتولو پرمهال وژل شوی و.

فراهي ټیک یو نیم کال د تښتوونکو منګولو کې پاتې و چې بیا وروسته خوشی شو، خو د خوشي کېدو څرنګوالی یې په ډاګه نه شو.