کابل کې د اعتراض کوونکو خېمې په زور لیرې شوې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کابل کې د لاريون کوونکو خېمې لرې کړل شوې

په کابل کې د اعتراض کوونکو او پولیسو ترمنځ بیا تاوتریخوالی رامنځ ته شوی. رپوټونه وايي د دواړو خواوو ترمنځ هغه وخت نښتې شوې چې پولیسو د ښار په مرکزي برخه کې د دغو کسانو د یوې خېمې د لیرې کولو هڅه وکړه.

اعتراض کوونکي ادعا کوي، چې په دغو نښتو کې د یوه ۱۴ کلن زلمي په ګډون د دوی دوه تنه وژل شوي او اته تنه ټپیان دي.

د افغانستان اجراییه مشر عبدالله عبدالله ویلي، تېره شپه کابل کې له پولیسو سره نښته کې یو معترض وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.

ښاغلي عبدالله وویل، د تېرې شپې د پېښې په اړه پلټنه دوام لري.

خو پولیسو بي بي سي ته ویلي چې یو کس وژل شوی او ۵ تنه یې نیولي دي. د ژوبل شویو کسانو د شمېر په اړه کومې رسمي سرچینې څه نه دي ویلي.

د دغې خېمې لیرې کولو لپاره تېره شپه شاوخوا یوه بجه پولیس ورغلي وو چې په وینا یې اعتراض کوونکو تاوتریخوالي ته مخه کړه او پر دوی یې ډبرې وویشتلې او ان ځینو وسلې هم لرلې.

د کابل پولیس وایي د دغو اعتراض کوونکو مرکزي خېمه چې د زنبق څلور لارې کې وه لیرې کړې ده.

د پارلمان یوې غړې فوزیه کوفي په خپل ټوېټر لیکلي "په زور د اعتراض کوونکو خېمې لیرې کول غیرقانوني او د حکومت او پارلمان ترمنځ د پرېکړې خلاف عمل دی. باید ژر ودرول شي ".

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کابل کې پر لارو خېمو د خلکو پر ژوند څه اغېز کړی دی؟

ویل کېږي چې ځینې لاریونیان او د اعتراض سمبالوونکي د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي، خو پولیسو په دې اړه څه نه دي ویلي.

لاریون کوونکي ادعا کوي چې پولیسو تېره شپه ۱۲ بجې د دوی د خېمو ټولول پیل کړل چې بیا دوی له پولیسو سره لاس او ګرېوان شول او د ګهیځ تر څلورو بجو نښته روانه وه.

د تېرې مې پر ۳۱مه زنبق څلور لارې ته څېرمه له لوی موټربم ځانمرګي برید وروسته، چې لږترلږه ۱۵۰ کسان پکې ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول، ځینو کسانو لاریون وکړ، چې پر تاوتریخوالي واوښت او ځینې کسان په کې ووژل شول.

له دې وروسته اعتراض کوونکو د ښار په بېلابېلو سیمو کې پر عمومي سړکونو خېمې ودرولې او لارې یې بندې کړې.

څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې له یو شمېر غړو سره کتنه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د اعتراض کوونکو له خوا د لارو پر بندولو کلکه نیوکه کړې او د " نه منلو وړ" کار یې بللی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوس دا سیمه تشه شوې او لارې پرانیستل شوې دي.

له تېرې شپې راهیسې د کابل زړه شیر پور څلور لاري کې چې له تېرو ۱۷ ورځو کومه خېمه وه لیرې شوې ده، خو د نوي ښار په لارو کوڅو کې د پولیسو شتون ډېر شوی.

په سیمه کې امرجنسي روغتون هم دی چې د جګړې د بېړنیو ناروغانو درملنه په کې کېږي.

دغه روغتون ته د خېمې له کبله ټولې ورغلې لارې تړل شوې وې او د ناروغانو او لارویانو پر وړاندې یې لوی خنډ جوړ کړی و.

اوس دا سیمه تشه شوې او لارې پرانیستل شوې دي.

ورته مطالب