بګرام هوايي ډګر ته څېرمه وسله والو ۸ کسان وژلي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جنرال محمد زمان مموزي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دا خلک له کارځي کور ته روان و، چې برید پرې وشو.

د کابل شمال ته د پروان ولایت امنیه قومندان وایي، نامعلومو وسلوالو بېګا لس بجې د ولسي وګړو پر موټر برید کړی، ۸ کسان یې وژلي او ۲ یې ټپي کړي دي.

جنرال محمد زمان مموزي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دا خلک له کارځي کور ته روان و، چې برید پرې وشو.

ځینې رسنۍ وايي، چې د کسان په بګرام کې د امریکايي ځواکونو د اډې ساتونکي و، خو جنرال مموزي دا خبره رد کړه او وویل دا کارګران وو او د بګرام شاوخوا یې کار کاوه:

"دا کار کوونکي نه وو، مزدوران وو، د بګرام شاوخوا یې کار کاوه، څه مزدوران وو، څه دوکاندران او څه صفا کار".

د نوموړي په خبره، دا پېښه د بګرام په شاه اکا سیمه کې شوې ده او دغه ټول ولسي وګړي هم د دې ولسوالۍ دي.

طالبانو د برید مسوولیت منلی او ادعا کوي چې وژل شوي کسان د بګرام هډې ساتونکي وو.

بګرام په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو ستره اډه ده.

په دغه اډه کې ډېر ځواکونه شته او له امله یې یو شمېر خلکو ته دا چانس برابر شوی چې د دې اډې شاوخوا کار روزګار ورته پیدا شي.

ورته مطالب