د عکسونو البوم: د کابل زنبق څلورلارې د معترضینو له خېمې ټولولو وروسته

د بي بي سي خبریال اسمعیل شهامت د کابل زړه کې هغې سیمې ته تللی، چې تېره شپه پولیس له معترضینو سره لاس او ګرېوان شول. هلته لاهم ګڼ پولیس لیدل کېږي.

د پولیسو سرچینو منلې ده چې په دې نښته کې یو معترض وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

د بي بي سي خبریال وايي، کابل ښاروالۍ د خېمې ځای پاک کړی او د تېرې شپې د نښتو کوم اثر نه معلومېږي.

زموږ د خبریال په وینا، کابل کې معترضینو ادعا کړې چې د تېرې شپې نښته کې د دوی دوه کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

معترضان وايي پولیسو تېره شپه ۱۲ نیمې بجې د دوی د خېمو په ټولولو لاس پورې کړ چې بیا وروسته نښته پیل شوه او د ګهیځ تر ۴ بجو یې دوام وکړ.

Image caption کابل پولیس وايي، له زنبق څلورلارې یې د معترضانو مرکزي خېمه لرې کړې ده
Image caption ویل کېږي کابل ښاروالۍ د تېرې شپې د نښتې ځای پاک کړی او هلته اوس د نښتې هېڅ اثر نه معلومېږي.
Image caption ولسمشرۍ ماڼۍ او سپېدار ماڼۍ ته غِځېدلی سړک هم په کانتینرونو بند شوی
Image caption زنبق څلور لاری چې معترضانو پکې لویه خېمه وهلې وه
Image caption کابل
Image caption د کابل ښار ځینې مهم سړک په کانتینرونو بند شوي وو
Image caption زنبق څلورلاری
Image caption کابل کې د زنبق څلورلاری نن ګهیځ
Image caption د کابل ښار پاکولو بهیر
Image caption کابل ښاروالۍ کارکوونکي
Image caption نن ګهیځ د کابل ښار یوه څنډه

اړونده مطالب