"د افغانستان شرایط په زور د کډوالو راستنېدو لپاره برابر نه دي"

اجراییه مشر عبدالله عبدالله وايي حکومت د بیځایه شویو او پناغوښتونکو ستونزې درکوي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption اجراییه مشر عبدالله عبدالله وايي حکومت د بیځایه شویو او پناغوښتونکو ستونزې درکوي.

د پناغوښتونکو نړیوالې ورځې په اړه جوړې شوې غونډې ته وینا کې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل هغه هېوادونه چې کډوال مني ترې تمه لري چې د افغان پناغوښتونکو قضيو (کېسونو) ته په رسېدو کې د افغانستان ناامنیو ته په کتو برابر او له توپیر پرته چلند وکړي.

د نوموړي په وینا د افغانستان شرایط په زور د کډوالو راستنېدو ته برابر نه دي او له بهرنیو هېوادونو یې وغوښتل چې د افغانستان په اړه د ډیپورټ یا په زور شړلو تګلاره باندې له سره کتنه وکړي.

اروپا کې د کډوالو لپاره شرایط ډېر سخت شوي دي خو بیا هم هر کال لسګونه افغاناد ن خپل ژوند په خطر له سختو لارو اروپا ته ځانونه رسوي.

تېره ورځ د ملګروملتونو د کډوالو ادارې وویل چې په نړیواله کچه د کډوالو او بې ځای شویو خلکو په کچه کې ډېروالی راغلی چې شمېر یې ۶۵.۵ میلیونو ته رسېږي.‌ د ۲۰۱۵ کال پرتله په کې ۳۰۰ زره ډېروالی راغلی دی.

کابل کې د مې په ۳۱مه د خونړي برید وروسته د جرمني چارواکو وویل، افغانستان ته يې د هغو الوتنو لېږدول په لنډمهاله ډول ځنډولي دي، چې رد شوي افغان کډوال به یې له جرمني خپل هېواد ته ستنول.

جرمني د تېر کال د ډسمبر میاشتې په نیمایي کې د رد شویو کډوالو د شړلو لړۍ پیل کړه او د راپورونو له مخې په پام کې ده چې شاوخوا ۱۱۹۰۰ کډوال بېرته افغانستان ته واستوي.

د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty Images
Image caption جرمني په دې وروستیو کې یو شمېر هغه کډوال چې قضیه یې رد شوې وه کابل ته وشړل

پخوا هم ځینو ټولنو او سازمانونو اروپايي مشرانو ته ویلي وو چې افغانستان کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ او ستنېدونکي کډوال به خوندي پاتې نه شي.

د پیسو نړیوال سازمان ویلي وو چې افغانستان د بې وزلۍ او بې روزګارۍ له ستونزو سره لاس او ګریوان دی، د بېرته ستنېدونکو شمېر زیاتېدل به د دغه هېواد اقتصاد له ننګونو سره مخ کړي.

اوس هم میلیونه افغانان له هېواده بهر ژوند کوي چې ډېری یې په پاکستان کې مېشت دي.

خو له دې هر څه سره سره د تېر یو کال راهیسې له ګاونډیو او اروپايي هېوادونو تر یو میلیون ډېر کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي او تر ۶۰۰زرو ډېر نور د جنګ جګړو له امله په کور دننه بېځایه شوي دي. د افغان وزیر په وینا یوازې د روان کال له پیله تر اوسه د ایران او پاکستانه ۱۹۴ زره کډوال راستنه شوي.

دغې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې اجراییه مشر عبدالله عبدالله وویل حکومت د بېځایه شویو او پناغوښتونکو ستونزې درکوي.

اجراییه ریس زیاته کړه: د بې ځایه شویو او راستنېدونکو د ستونزو د حل په موخه اجراییه کمېټې جوړې شوې دي.

ملګري ملتونه وايي په ريکارډ کچه د بېځايه شويو خلکو شمېر به شتمن هېوادو دې ته وهڅوي چې يو ځل بيا فکر وکړي او د ګډوالو د منلو سربېره سولې او بيا رغونه کې پانګونه وکړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب