د افغانستان بانکي سیستم له خړ نوملړه ووت

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اېفاېټياېف بنسټ له خوا د یوه هېواد د بانکي سیستم تور لست ته اچول، ښايي د دغه هېواد د بهرنۍ پانګې اچونې لپاره ویجاړوونکې پایلې ولري.

د افغانستان بانک چارواکي وايي چې د نړیوالو مالي چارو سازمان (FATF) د افغانستان بانکي سیستم له خړ لسته ایستلی دی.

افغانستان تر دې وړاندې د دې سازمان په تور لست کې ځای درلود چې بیا وروسته په خړ لست کې ولوید.

خو افغان حکومت وايي د نړیوالو مالي چارو سازمان له خړ لست څخه د وتلو په موخه یې اړوند بنسټ ته دقیق او عملي سندونه وړاندې کړل.

په دې کار یې هغوی ته قناعت ورکړ چې په افغانستان کې له فساد او مخدره موادو سره د مبارزې سیاسي اراده موجوده ده.

د اېفاېټياېف بنسټ له خوا د یوه هېواد د بانکي سیستم تور لست ته اچول، ښايي د دغه هېواد د بهرنۍ پانګې اچونې لپاره ویجاړوونکې پایلې ولري.

افغانستان بانک د انځور حقوق MASSOUD HOSSAINI

یاد بنسټ په ۲۰۱۴ کال کې له دې امله تور نوملړ ته د افغانستان د بانکي سیستم د ور زیاتولو ګوتڅنډنه کړې وه چې ګواکې دغه هېواد د پیسو وینځلو ضد قانون نه درلود.

تر دغه خبرداري وروسته د افغانستان د مرکزي بانک چارواکي ډېر اندېښمن وو او ویل یې که د ۲۰۱۴ د جنورۍ تر ۲۳مې د پیسو وینځلو ضد قانون تصویب نه شي، نو د افغانستان بانکونه به د معتبرو نړیوالو بانکونو له خوا تورلست ته واچول شي.

یاد قانون د ۲۰۱۴ کال د جون په ۱۶مه په ولسي جرګه کې پر داسې مهال تصویب شو، چې د ولسمشرۍ ټاکنو مهال و او په سخته د ولسي جرګې نصاب پوره کېده.

د ولسي جرګې غړي عبدالقیوم سجادي رسنیو ته وویل، د وخت د کمښت له امله لا هم په قانون کې نیمګړتیا او ابهامات شته.

کابل بانک د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ۲۰۱۰ کال کې د کابلبانک تر دیواليه کېدو وروسته د افغانستان د بانکي سیستم د خوندیتابه په اړه نړیوالې اندېښې را ولاړې شوې.

د افغانستان بانک مشر خلیل صدیق د بېلګې په توګه د تدارکاتو سیستم یادوي چې له لارې یې میلیاردونه افغانۍ سپمول شوي دي.

د ښاغلي صدیق په وینا،"ملي تدارکات هغه یوه برخه وه چې تر ډېره حده یې له لارې د مالي فساد مخه ونیول شوه. چې تر اوسه یې پنځلس میلیارده افغانۍ سپولي دي. که دا فلترونه نه وای نو دا پیسې به د تېر په څېر د اشخاصو جیبونو ته لویدلې."

ښاغلی صدیق زیاتوي:" د دې تر څنګ له امنیتي ادارو سلګونه په فساد ککړ کسان د تدارکاتو له سیستم اېستل شوي دي او یو ډېر شمېر یې تر محاکمې لاندې دي چې دغې او نورو چارو د نړیوالو مالي چارو ټولنې له خړ لست څخه د افغانستان نوم په اېستلو کې مرسته وکړه".

له تور او بیا خړ لست څخه وتل افغانستان ته څه ګټه رسوي؟

اقتصاد پوهان وايي، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره تر هر څه مهم د بهرنیو پانګوالو جذبول او د هغوی د اعتبار ترلاسه کول دي.

بهرني پانګوال تر نظر لاندې سیمې کې لومړی د پانګونې شرایط ارزوي او خنډونه او ننګونو ته په کتو پرېکړه کوي.

ښاغلی صدیق وايي په افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو د پانګونې په وړاندې د نورو ستونزو تر څنګ په دغه لست کې د افغانستان د نوم شتون یو ستر خنډ و.

خو اوس د ده په وینا، په هېواد کې د بهرنیو پانګوالو لپاره تر ۵۰ سلنې ستونزې هواریږي.

نه یوازې اقتصادي قوانین بلکې امنیتي شرایط هم د پانګوالو لپاره مهم وي، خو د ښاغلي صدیق په اند، دې ته په کتو چې افغانستان نور په دې لست کې نشته، د بهرنیو سوداګرو اندېښنې ته ځای نه پاتې کېږي.

د ده په وینا:" نور نو د بهرنیو پانګوالو لپاره د بې اعتبارۍ ټکی له مینځه ولاړ".

د انځور حقوق AFGCentralbank

له پیسو مینځلو سره د مبارزې افغان قوانین او جوړښتونه په ۲۰۱۱ کال کې تر ارزونې لاندې ول چې هغه مهال په دغو برخو کې د جدي ستونزو د شتون له کبله یو شمېر سپارښتنې ورته شوې وې، او بالاخره اوس له دغه سازمان سره سپین شول.

د نړیوالو مالي چارو ډله یو نړیوال بنسټ دی چې د پيسو مینځلو، ترهګرۍ ملاتړ او نورو جرمونو سره د مبارزې معیارونه په مستقیم او غیر مستیم ډول څاري.

تر دې دمه دغه سازمان په تور لست کې دوه هېوادونه او خړ( ګرې) لست کې اووه هېوادونه شته.

د مالي چارو د کاري ځواک بنسټ، یو بین الدولتي اداره ده چې په نړیواله کچه د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تغذیې ضد تګلارې چمتو کوي.

په ۲۰۱۰ کال کې د کابلبانک تر دیواليه کېدو وروسته د افغانستان د بانکي سیستم د خوندیتابه په اړه نړیوالې اندېښې را ولاړې شوې.

د دې تر څنګ په افغانستان کې د نشه یي توکو پراخ کاروبار بل هغه لامل و چې د دغه هېواد پر مالي سیستمونه یې نړۍ شکمنه کړې وه.

اړونده مطالب

ورته مطالب