ولسمشرغني: افغانان له بې عقیدې او بې همت دښمن سره مخامخ دي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ولسمشر غني وايي، اسلامي هېوادونه داسې "فتنې سره " لاس او ګرېوان دي چې پر مسلمانانو یې خوښي پېرزو نه ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اخترمبارکۍ یوه ویډیویي پیغام کې د روژې میاشت کې افغانستان کې خونړیو پېښو ته په اشارې ویلي، افغانان له "بې عقیدې او بې همت دښمن" سره مخامخ دي چې د "قران، جنازې او جومات" درناوی نه لري.

نن شنبه د جون ۲۴مه اعلان وشو چې سعودي عربستان کې میاشت لیدل شوې او سبا یکشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

د اختر په تړاو د مبارکۍ د وینا پر مهال له ولسمشرغني سره مېرمن یې لورا غني هم ناسته ده، دی د روژې میاشت کې افغانستان کې او ټولې اسلامي نړۍ کې "قربانیانو"سره غمشریکي کوي او تاوتریخوالی غندي.

پرون د سعودي عربستان امنیتي ځواکونو مکه معظمه کې یو ترهګریز عمل شنډ کړ چې ځانمرګی بریدګړ مجبور شو د مکې په ښار کې په یوې ودانۍ کې ځان والوزوي.

ولسمشر غني وايي، اسلامي هېوادونه داسې "فتنې سره " لاس او ګرېوان دي چې پر مسلمانانو یې خوښي پېرزو نه ده.

ولسمشر غني له خلکو غوښتي چې د روژې میاشت کې افغانستان کې د خونړیو پېښو "د شهیدانو له کورنیو سره غمشریکي او مرسته وکړي".

دا اختر ولسمشرغني خپل پیغام کې وسله والو مخالفینو ته د سولې او پخلاینې پیغام ورنه کړ بلکې د دوی بریدونه یې وغندل. د ده اصلي مخاطب عام خلک ول او پیغام یې تر ډېره خلکو ته پر ډاډ ورکولو څرخېده.

افغانستان کې د روژې په میاشت کې په خوست، کابل، هرات، ننګرهار، هلمند، پکتیا او نورو ولایتونو کې په سلګونو کسان مړه او ټپیان شول چې د ځینو بریدونو مسولیت هېڅ وسله والې ډلې نه دی منلی.

ولسمشرغني د وروستیو بریدونو ترسره کوونکي "د شیطان پیروان" وبلل.

د ډیورنډ له کرښې بلې غاړې ته هم په همدغو شپو ورځو کې په پښتونخوا او کرمه اېجنسۍ کې لسګونو کسانو چاودنو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په دغه پېښه کې سلګونه کسان ژوبل شوي دي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي

ولسمشرغني په خپل اختریز پیغام کې د روژې په میاشت کې کابل کې ترسره شوی نړیوال کنفرانس "کابل پروسه"، افغانانو ته هغه لاس ته راوړنه وبلله چې له ستونزو سره سره یې وکړای شول افغانانو ته "د نړۍ ملاتړ" په کې ترلاسه کړي.

د "کابل پروسې" ناسته د غبرګولي پر ۱۶ ترسره شوه چې ګڼ افغان مشران او نړیوال د افغانستان پر اوسني وضعیت په کې خبرې وکړې.

د "کابل پروسه" ناسته داسې مهال ترسره شوه چې د کابل مهم واټونه کابل کې د ټانکر ځانمرګي برید له ترسره کېدو او لویې مظاهرې وروسته د 'رستاخیز تغییر' په نامه یو شمېر معترضانو بندې کړې وې او د نورو غوښتنو ترڅنګ یې د لوړپوړو امنیتي چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه درلوده.

ټولو ستونزو ته په اشاره د ښاغلي غني په خبره اوس د افغانستان په اړه سیمه ییزه اجماع رامنځ ته شوې خو ټینګار یې پر دې و چې اړینه ده "ملي اجماع" رامنځ ته شي.

ولسمشر روژه د ازموینې میاشت وبلله او ویې ویل افغانان څنګه چې له دغه "الهي امتحانه بریالي ووتل همداسې به د یاغیانو په مقابل کې هم کامیاب وي".

د سیاسي کړکېچونو ترڅنګ سږ کال روژه له ګڼو خونړیو بریدونو سره مله وه.

اوړمه ورځ د هلمند مرکز لشکرګاه کې نوي کابل بانک څانګې ته څېرمه کاځانمرګي برید کې ۲۹ کسان ووژل شول او نژدې ۶۰ نور ټپیان شول، چې مسولیت یې طالبانو ومانه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سعودي عربستان امنیتي ځواکونو پر مکه معظمه یو ترهګریز عمل پرون شنډ کړ.

په داسې حال کې چې سبا اختر دی لږ تر لږه په درې اسلامي هېوادونو عراق، سوریه او افغانستان کې جګړې روانې دي.

ګڼو خلکو پر ټولنیزو شبکو جګړو کې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې چې لږ تر لږه دې د اختر په شپو ورځو کې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

اړونده مطالب