ايا پاکستان اغزن تار يوازې د ترهګرو د مخنيوي لپاره غځوي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانان پر پاکستان تور پورې کوي چې له کرښې هغو اورپکو ته افغان غاړې ته د اوښتو اجازه ورکوي چې په هغه هېواد کې پټنځي لري

واشنگټن پوست:

امريکايۍ ورځپاڼې واشنگټن پوست، د پاکستان، پر ډيورند کرښې اغزن مزي غځولو پرېکړې په تړاو يوه شننه خپره کړې، چې وايي دغه هېواد غواړې افغانستان او ښايي هم امريکا ته دا ور وښيي چې ځانته له کرښې د ور اوښتونکو ترهگرو د قرباني په سترگه گوري، نه د ترهگريزو کړنو د تر سره کوونکي په توگه.

ورځپاڼه د انگريزانو له لوري د ډيورند کرښې رامنځته کېدو ته اشاره کوي، وايي د کرښې دواړو غاړو ته پښتانه پراته دي او افغانان په دې باور دي چې اصلي پوله د پاکستان په خاوره کې ډېره دننه ده.

ورځپاڼه زياتوي افغانان پر پاکستان تور پورې کوي چې له کرښې هغو اورپکو ته افغان غاړې ته د اوښتو اجازه ورکوي چې په هغه هېواد کې پټنځي لري.

ليکوال ليکي، پاکستان اوس هڅه کوي ټولو دغو ابهامونو ته د پاى ټکى کېږدي.

پاکستان د ډیورنډ پرکښه اغزن تار غځوي

افغانستان پر ډیورنډ کرښه د پاکستان "اغزن تار نه مني"

پاکستان پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګولو اعلان کړی ایا واک یې لري؟

پاکستان د خپل دغه اقدام موخه د اورپکو د اوښتو را اوښتو مخنيوى څرگندوي خو د ورځپاڼې په وينا افغان حکومت په دې دلايلو باور نه لري او وايي که پاکستان د اغزن تار او کټارو پر لگولو لاس پورې کړي نو دوى سخت غبرگون وښيي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډان: چين د افغان جگړې سياسي حل په موخه خپلمنځيو همکاريو ته د دغو دواړو گاونډيو د هڅونې هلې ځلې پرون پيل کړې

ډان:

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ليکلي چې چين د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترينگلتيا کمولو هڅې پيل کړي.

د ورځپاڼې په وينا چين د افغان جگړې سياسي حل په موخه خپلمنځيو همکاريو ته د دغو دواړو گاونډيو د هڅونې هلې ځلې پرون پيل کړې.

ورځپاڼه کابل او اسلام آباد ته د چين د بهرنيو چارو وزير پروني سفر ته اشاره کوي او وايي په پاکستان کې د "وانگ يي" او په بهرنيو چارو کې د لومړي وزير نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز خبرې د پاکستان او افغانستان پر اړيکو ورټولې وې چې په دې وروستيو کې ترهگرۍ پر وړاندې ستراتېژيو کې د توپيرونو له امله ډېر ترينگلي شوي دي.

ورځپاڼې د يوې سرچينې په وينا ليکلي، چين د افغان سولې او پخلاينې لپاره د يو درې اړخيز ميکانيزم وړانديز کړى. چين همداراز ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د همغږۍ رامنځته کېدو غوښته کړې. د ورځپاڼې په وينا ټاکل شوې نن په دې تړاو يو اعلان هم وشي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نيويارک ټايمز ليکي: د بشار الاسد رژيم ٦٧٣ حکومت مخالفي د کوچني اختر په پار پراېښي دي

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز په سوريه کې د حکومت له لوري د يوشمېر حکومت مخالفو پرېښودل کېدو موضوع ته کتنه کړې. ورځپاڼې کې راغلي چې د بشار الاسد رژيم ٦٧٣ حکومت مخالفي د کوچني اختر په پار پراېښي دي.

د سوريې عدليې وزير په وينا د پرېښودل شويو په ډله کې ٩١ مېرمنې دي او دا يي د پخلاينې د هڅو په لور يو گام بللى.

اړونده مطالب

ورته مطالب