ناټو د افغان هوايي ځواکونو پیاوړي کولو ته ډېر پام غواړي

ستولتنبرګ د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي ستولتنبرګ په پرونۍ خبري غونډه کې وویل چې یو شمیر هېوادونو د نورو سرتیرو د استولو ژمنه کړې ده.

د ناټو عمومي منشي ین ستولتنبرګ وايي، له افغانستان سره د ناټو مالي ملاتړ به دوام وکړي.

د نوموړي دا خبرې په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې دي چې د پنجشنبې په ورځ جوړېږي.

په دې غونډه کې پر افغان کشاله هم خبرې کېږي او د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي هم په دغې غونډه کې برخه لري.

که څه هم د ناټو سرمنشي وايي، دا تړون به بیرته په افغانستان کې جګړه ییزماموریت ته مخه نه کړي خو زیاتوي چې افغانستان ته پر نورو ځواکونو استولو خبرې کوي.

"بله مهمه خبره چې نن به یې د ناټو سازمان دفاع وزیران په اړه خبرې وکړي، هغه افغانستان ته د نورو ځواکونو استول دي. ناټو سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې افغانستان ته نور سرتیري واستوي".

ښاغلي ستولتنبرګ په پرونۍ خبري غونډه کې وویل چې یو شمیر هېوادونو د نورو سرتیرو د استولو ژمنه کړې ده.

"داسې تمه ښودل کیږي چې ځینې هېوادونه به هم د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره افغانستان ته د نورو سرتیرو د استولو پریکړه په ډاګه کړي".

د ناټو عمومي منشي وویل د ناټو ډیر تمرکز د افغان هوايي ځواکونو پر پیاوړي کولو او د مشرتابه په کچ د ستونزو پر هوارولو دی.

امریکا هم د افغانستان لپاره نوې کړنلاره ټاکي او له مخې یې په پام کې لري چې افغانستان ته د اوسني امنیتي وضعیت په کتلو نور سرتیري واستوي.

افغانستان ته د نورو استول کیدونکي سرتیرو د کره شمیر په اړه څه نه دې ویل شوي، خو ځینو امریکايي رسنیو رپوټ ورکړی چې ښايي امریکا افغانستان ته له درې زرو تر څلورو زرو نور سرتیري هم واستوي.

خو داسې ښکاري چې یوازې د سرتیېو استول او مالي ملاتړ د افغان لوري غوښتنه نه ده.

د افغانستان د دفاع وزارت یو ویاند وايي په کار ده چې پر پاکستان فشار راوړل شي چې د افغان دولت د وسله والو مخالفینو له ملاتړ لاس په سر شي.

ورته مطالب