ناټو: افغانستان ته څو زره پوځيان استوو

ښاغلي سټولټنبرګ وویل، د نآتو ۱۵ غړو هېوادونو افغانستان ته د نورو سرتېرو استول منلي د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي سټولټنبرګ وویل، د نآتو ۱۵ غړو هېوادونو افغانستان ته د نورو سرتېرو استول منلي

د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ ویلي، د ناټو سازمان غړي هېوادونه به څو زره پوځيان افغانستان ته واستوي.

د ناټو عمومي منشي نن پنجشنبه (جون ۲۹مه) په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل، په افغانستان کې یې اصلي دنده د افغان ځواکونو روزنه او هغوی ته مشوره ور کول دي؛ ناټو به هیڅکله بیا په جګړه ییز ماموریت کې ښکېله نه شي.

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې پیل شوې ده.

د دغې ناستې د اجنډا یوه موضوع هم له افغان امنیتي ځواکونو د ناټو ملاتړ دی.

په ناسته کې د افغانستان په استازیتوب سرپرست دفاع وزیر طارق شاه بهرامي ګډون کړی دی.

ښاغلي ستولټنبرګ پخپلو خبرو کې وویل، د ناټو پنځلسو هېوادونو افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږل منلي او ښايي د ورځې تر وروستیو یې شمېر نور هم لوړ شي.

ناټو رسماً نه دي ویلي چې افغانستان ته څومره سرتېرې لېږي، خو د رسنیو د رپوټونو پر بنسټ ناټو غواړي افغانستان ته ۳۰۰۰ نور سرتېري ولېږي.

د برتانیا د دفاع وزیر مایکل فالون وايي، هېواد به یې افغانستان ته ۱۰۰ نور سرتېري واستوي.

برتانیا دمګړۍ په افغانستان کې ۵۰۰ سرتېري لري چې د افغان ځواکونو په روزنه او مشوره بوخت دي.

د جرمني لومړۍ وزیرې انګلاميرکل دوه میاشتې وړاندې د ناټو له منشي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، هېواد یې افغانستان ته نور ځواکونه نه لېږي.

جرمني په افغانستان کې د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې سرتېري چې ډېری یې په بلخ ولایت کې مېشت دي.

ناټو چې په افغانستان کې کابو ۱۳ زره سرتېري لري، په دغه هېواد کې یې جنګي ماموریت د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې پای ته رسولی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب