د امریکا د دفاع وزیر: موږ له افغانستانه وتلو کې بېړه وکړه

ناټو د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې ترسره شوه چې د افغانستان په استازیتوب سرپرست دفاع وزیر طارق شاه بهرامي په کې ګډون کړی دی.

د امریکا د دفاع وزیر جېمز ماتېس په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل، د امریکا متحده ایالتونو او ناټو له افغانستانه د خپلو ځواکونه لوړ شمېر ډېر ژر کم کړی دی.

د ښاغلي ماتېس تر خبرو وړاندې نن پنجشنبه (جون ۲۹مه) په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولتنبرګ وویل، د ناټو سازمان غړي هېوادونه به څو زره پوځيان افغانستان ته واستوي.

د امریکا د دفاع وزیر د ناټو له غونډې لږ وروسته خبري ناستې کې وویل:" که شا ته وګورو، ډېری به دا ومني چې موږ خپل سرتېري وختي اېستلي، شمېر به مو یې له وخته وړاندې کم کړی وي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا د دفاع وزیر جېمز ماتېس وايي موږ به د خپلو سرتېرو شمېر له وخته وړاندې کم کړی وي.

ناټو چې په افغانستان کې کابو ۱۳ زره سرتېري لري، په دغه هېواد کې یې جنګي ماموریت د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې پای ته رسولی دی.

اوس ناټو رسماً نه دي ویلي چې افغانستان ته څومره سرتېرې لېږي، خو د رسنیو د رپوټونو پر بنسټ ناټو غواړي افغانستان ته ۳۰۰۰ نور سرتېري ولېږي.

د برتانیا د دفاع وزیر مایکل فالون وايي، هېواد به یې افغانستان ته ۱۰۰ نور سرتېري واستوي.

دا چې د دغو سرتېرو دنده به څه وي، د ناټو عمومي منشي وویل، په افغانستان کې یې اصلي دنده د افغان ځواکونو روزنه او هغوی ته مشوره ور کول دي؛ ناټو به هیڅکله بیا په جګړه ییز ماموریت کې ښکېله نه شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي سټولټنبرګ وویل، د نآتو ۱۵ غړو هېوادونو افغانستان ته د نورو سرتېرو استول منلي

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې ترسره شوه چې د افغانستان په استازیتوب سرپرست دفاع وزیر طارق شاه بهرامي په کې ګډون کړی دی.

ښاغلي ستولټنبرګ پخپلو خبرو کې وویل، د ناټو پنځلسو هېوادونو افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږل منلي او ښايي د ورځې تر وروستیو یې شمېر نور هم لوړ شي.

برتانیا دمګړۍ په افغانستان کې ۵۰۰ سرتېري لري چې د افغان ځواکونو په روزنه او مشوره بوخت دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ایټالیا د دفاع وزیره رابرتا پېنوتي او د افغانستان په استازیتوب سرپرست دفاع وزیر طارق شاه بهرامي.

د جرمني لومړۍ وزیرې انګلاميرکل دوه میاشتې وړاندې د ناټو له منشي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، هېواد یې افغانستان ته نور ځواکونه نه لېږي.

جرمني په افغانستان کې د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې سرتېري چې ډېری یې په بلخ ولایت کې مېشت دي.