د متحده ایالتونو سولې انسټيټيوټ کې د ځوانیمرګ خپلواک یادګار

ایلینور: د سولې په اړه یوازې خبرې کافي نه دي. باید باور پرې وشي. او یوازې باور هم کافي نه دي. باید ورته کار وي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایلینور: د سولې په اړه یوازې خبرې کافي نه دي. باید باور پرې وشي. او یوازې باور هم کافي نه دي. باید ورته کار وي.

د متحده ایالتونو سولې انسټيټيوټ د استاد نقیب احمد خپلواک، د عراق احمد عابد العزیز الدوري او اسامه دوري په درناوي د یوه یادګاري دېوال پرانیسته وکړه.

نقیب احمد خپلواک یو له هغو کسانو و چې تېر کال پر افغان امریکایي پوهنتون برید کې ووژل شول. په هغه برید کې ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او تر ۴۰ ټپیان شول.

د عراق احمد عابد العزیز الدوري او اسما دوري په ۲۰۰۷ کال بغداد کې وژل شوي وو.

په دغه یادغونډه کې د سولې انسټيټيوټ مسولينو وویل، دوی نن د داسې کسانو یاد تازه کوي، چې د سولې په لار کې یې هڅې کړې دي.

"دا درې واړه کسان د خپلو کورنیو، ټولنو او هېوادونو او هغه ماموریت ته چې دوی درلود - اتلان دي".

د متحده ایالتونو سولې انسټيټيوټ یو خپلواک ملي انسټيټيوټ دی چې له ګانګرس لخوا یې د بسټ ډبره ایښودل شوې.

په واشنګټن کې افغان سفیر حمد الله محب چې په دې یاد غونډه کې یې ګډون کړی و وايي "خپلواک ممکن پر دغه دېوال وروستی ستوری نه وي، خو هیله من یم چې دا پیل د کړکېچ پای وي. "

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلی محب: خپلواک د ډېرو لپاره یوه بېلګه وه هغه یو اتل و.

ښاغلي محب غوڼدې ته په وینا کې وویل "هغه ځلېدونکی ستوری و، د ډېرو لپاره بېلګه وه، هغه د خپلو شپږو خویندو لپاره اتل و، هغه د سولې لپاره کار کاوه".

غمیزه او بده ورځ

غونډې ته د د افغان امریکايي پوهنتون یوه مشر انډرو وایډر وویل، د تېر اګسټ ۲۴مه په مسلکي ډګر کې ډېره غمیزه او بده ورځ وه.

"موږ یو همکار، نورو د کورنۍ یو مهم غړی، زوی او ورور او نورو داسې یو کس له لاسه ورکړ چې د خلکو روزل یې غوښتل. ډېرو خپل ژمن استاد له لاسه ورکړ".

د انځور حقوق FB
Image caption خپلواک د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې استاد و

د نوموړي په خبره، ځوانیمرګ خپلواک خندان سړی و، له هر چا سره یې ښه چلند کاوه او کرېکټ سره یې مینه وه. افغانستان کې سولې او پرمختګ ته ژمن و.

له مدرسې تر ماسټرۍ

استاد نقيب احمد خپلواک چې د قران کریم حافظ هم و، د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی و.

له ننګرهار پوهنتون تر فراغت وروسته یې له امريکا دوه ماسټرۍ کړې وې له وژل کېدو وړاندې یې د بريتانیا په اکسفورډ پوهنتون کې د دکتورا لپاره چمتوالی نیولی و.

نوموړي په څو پوهنتونونو کې د مختلفو مضامینو درس هم ورکاوه.

وايي خپلواک په خپل دفتر کې محصلینو ته ځای ورکړی و چې له برید به یې وژغوري، خو خبر نه و، چې له نورو شپږو محصلینو سره وژل کېږي.

انډرو وایډر وايي، خپلواک له ډېرو سختو پړاوونو له مدرسې تر ماسټرۍ پورې ځان ورساوه. خپلواک بېرته افغانستان ته ستون شو او ډېره هڅه یې وه چې نورو ته پوهه ورسوي. هغه د راتلونکي نسل هیله وه".

د انځور حقوق FB
Image caption خپلواک له امريکا دوه ماسټرۍ کړې وې.

په دې مراسمو کې د افغان امریکايي پوهنتون د یوه مدیر عزت الله وقار ویډیو پیغام هم خپور شو چې له خپلواک سره یې له نژدې پېژندل.

نوموړی وايي، "خپلواک په وطن مین ځوان و. هغه به ویل هر ځای دنده پیدا کولی شي، خو نه غواړي چې له افغانانو او افغانستان لرې لاړ شي، ځکه د افغانستان نېکمرغۍ یوازینې لار دا ده چې خلک زدکړې وکړي او نړۍ سره وصل شي، ځکه یې پوهنتون کې درس ور کاوه".

افغان امریکایي پوهنتون ۲۰۰۶ کال په کابل کې جوړ شو، لومړیو کې یې ۵۳ زدکوونکي لرل، خو اوس یې شمېر ۷۳۰ ته رسېدلی دی.