ناټو افغانستان ته د څو زره سرتېرو له استولو څه غواړی؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په افغانستان کې د ناټو او امريکا قومندان جنرال جان نېکلسن

د ناټو دفاع وزیرانو د پنجشنبې په ورځ برسلز کې غونډه درلوده، دوی افغانستان ته د څو زره نورو سرتېرو د استولو خبره وکړه.

دا چې دا سرتېري به د جګړې لوری بدل کړي که نه؟

د بي بي سي د دفاعي او امنيتي چارو خبریال جنتن مارکس په دې اند دی، چې د نورو ځواکونو په استولو سره د افغان جګړې ګټل امکان نه لري، بلکې ناټو له دې لارې دا باورول (یقیني کول)غواړي چې افغان حکومت په روانه جګړه کې له ماتې وژغوري.

د هغه په خبره، دا ځواکونه جګړه ییزه ماموریت نه لري، بلکې افغان ځواکونو ته مشوره او روزنه ورکوي، خو په ځینې برخو کې به یې تمرکز پر هوايي او ځانګړو ځواکونو وي:

"ناټو په دې سره غواړي د افغان ځواکونو وړتیا لاډېره لوړه شي او سیمې یې له لاسه ونه ووځي. زه فکر کوم ناټو غواړي دا یقیني کړي چې طالبان پر خپلې بریا باور له لاسه ورکړی او کله چې دا باور له منځه ولاړ شي نو بیا ښايي د سولې خبرو ته مخه ورکړل شي".

خو د ناټو غړي هېوادونه افغانستان کې د پوځيانو ډېرولو ته ډېر زړه نه ښه کوي، لکه بریتانیا یواځې ۱۰۰ سرتېري ډېروي جرمني هم په دې تړاو خپله اندېښنه ښودلې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ناټو دفاع وزیرانو د پنجشنبې په ورځ برسلز کې غونډه درلوده، دوی افغانستان ته د څو زره نورو سرتېرو د استولو خبره وکړه.

پوښتنه دا ده، چې ناټو به افغانستان ته د څو زرو سرتېرو د لېږلو ژمنه پوره کړي که یه؟

په ځواب کې جنتن مارکس په دې باور دی، چې ناټو به دا هدف پوره کړي ځکه "تراوسه ۱۶ هېوادونو په دې برخه کې ژمنه کړې".

د هغه په خبره، د ناټو لپاره ښه خبر دا دی چې د نویو استول کېدونکو سرتېرو ډېره برخه به امریکايي وي، خو نور هېوادونه به هم برخه اخلي بریتانیا چې وايي څه کم ۱۰۰ نور سرتېري استوي:

جنتن مارکس وايي،"زه فکر نه کوم چې د نورو غوښتل شویو روزونکو په پوره کولو کې به ستونزه نه وي. بل دا چې د نورو ملاتړو سرتیرو او روزونکو استول یواځینۍ لار ده او بدل یې نشته".

د جنتن مارکس په باور، د ناټو غړي هېوادونو په جګړه ییز ماموریت کې بیا ښکیلتیا نه غواړي خو په ورته مهال دا هم نه غواړي چې افغان حکومت له ماتې سره مخامخ شي، نو د نورو روزونکو استول یواځینۍ لار ده.

افغان چارواکي په دې باور دي چې پاکستان کې د وسلوالو پټنځي د روان کړکېچ اصلي لامل دی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ هم د دفاع وزیرانو له غونډې وورسته پاکستان کې د وسلوالو پټنځیو ته پام دېر مهم وباله.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ هم د دفاع وزیرانو له غونډې وورسته پاکستان کې د وسلوالو پټنځیو ته پام دېر مهم وباله.

جنتن مارکس وايي ناټو پر پاکستان د فشار راوړلو لپاره تر ټولو عملي لار دپلوماتیک فشار دی چې ډیره برخه یې د واشنګټن له لورې ممکنه ده.

"د امریکا دفاع وزیر جنرال جیم متیس او د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر دواړه د دپلوماسي او پوځي هڅو ترمنځ پر اړیکو ښه پوهېږي خو ستونزه دا ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ډېر کمزور دی. دا هم نه ده جوته چې پخپله ولسمشر ټرمپ د دپلوماسۍ اغېز باندې څومره باور لري".

د هغه په اند، یواځینۍ لار د امریکا له خوا د لوړې کچې دپلوماسي او له دې سره همغږی فشار دی چې پاکستان اړ کړي چې د دغو وسله والو له ملاتړ او هغوی ته د خوندي ځای له برابرولو لاس واخلي.

د هغه په خبره، برتاینا او د ناټو غړي هم پر پاکستان خپل اغېز لري او که دا اغیز د امریکا له اغیز سره یو ځای شي نو ارزښت به یې زیات شي، "خو د فشار اصلي سرچینه په امریکا کې ده".

ورته مطالب