"د نوي ایتلاف جوړوونکو غوښتنې په حقیقت کې له خپل ځانه دي"

د انځور حقوق Enayat Farahmand Facebook
Image caption نوی جوړ شوی ايتلاف له افغان ولسمشر غني غوښتي چې د دوی په ټکو له خپلو "ناقانونه اقداماتو" دې لاس واخلي

په ترکیه کې د جنرال عبدالرشید دوستم د زوی باتور دوستم د نامزادۍ مراسم د "افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف عالي شورا" په نوم د ټلوالې د جوړېدو پلمه شوه.

د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند، د محمد محقق په مشرۍ د خلکو اسلامي وحدت او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوندونه د دغې ټلوالې بنسټګر دي.

د دغو ګوندونو مشران او غړي اوسمهال په دې اړه او د خپلو راتلونکو پروګرامونو په اړه خبرو ته چمتو نه دي، خو په هغه خبرپاڼه کې چې د دې ټلوالې له ادرسه رسنیو ته رسېدلې، ګڼې غوښتنې شوي.

نوې جوړې شوې شورا له افغان ولسمشر غني غوښتي چې د دوی په ټکو له خپلو "ناقانونه اقداماتو" دې لاس واخلي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د واکونو بېرته ورګرځول، د ملي یووالي حکومت د هوکړې پر بنسټ د کابینې د وزیرانو او د اجرایيه ریاست مرستیالانو واکونه بېرته ورګرځول، په امنیتي ادارو کې بنسټیز سمونونه راوستل، د حکومت منځ کې د سیاسي غاړو ترمنځ د باور بیا راژوندي کول، د اداري سمون او د ټاکنو کمیسون د غړو په ټاکلو کې بیاکتنه او ځینې نورې هغه غوښتنې دي چې دې شورا مطرح کړې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د ټلوالې د اعلانېدو په غبرګون کې ويلي، په دې ایتلاف کې شامل کسان د حکومت غړي دي او د حکومت کمی او لاسته راوړنې همدوی ته متوجه دي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر مشر شاه حسین مرتضوي وايي،"موږ خبرپاڼه ولوسته، هغو کسانو چې دا اعلامیه لیکلې، ټول د حکومت غړي دي. د دوی غوښتنې په حقیقت کې له خپل ځانه دي".

د نوموړي په وينا، "که کم کاري هم وي په ټوله کې د حکومت رهبري ته متوجه ده او ښه ده چې ټول مسؤلیت مننونکي وي. که کمی وي هم دې مسولیت ومنل شي او که لاسته راوړنې هم وي په ویاړ دې یې مسولیت ومني".

د انځور حقوق ENAYAT FARAHMAND FACEBOOK
Image caption د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند، د محمد محقق په مشرۍ د خلکو اسلامي وحدت او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوندونه د دغې ټلوالې بنسټګر دي

د ښاغلي مرتضوي په وينا د ملي یوالي حکومت، ولسمشر د ملي ګټو او د هېواد جوړولو لپاره د هر مثبت ګام هرکلی کوي. دی وايي "موږ تمه لرو هرڅوک چې په اوسني وضعیت نیوکه لري، یوه بدیله لار چې د وضعیت په ښه کېدو کې مرسته وکړي وړاندې کړي".

د "افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف عالي شورا" د مشرتابه درې غړي هر یو له ولسمشر غني سره د کار بېلې تجربې لري. جنرال عبدالرشید دوستم د ولسمشر لومړي مرستیال د حکومت له جوړیدو څه موده وروسته ولسمشر غني په خپلسرۍ تورن کړ او پر هغه یې نيوکې پیل کړې. خو وروسته پر احمد ایشچي د دوستم لخوا د جنسي ځورونو د دوسیې له امله پر ښاغلی دوستم سیاسي فشارونه او نیوکې ډېرې شوې او ترکیې ته ولاړ.

د بلخ والي عطا محمد نور هم چې له ولسشمر محمد اشرف غني سره یې هوکړې کومې ښکاره پایله نه درلودې، په دې ورستیو کې د پراخو مدني اعتراضونو ګواښ کړی.

د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق بیا ډېر اعتراض نه دی کړی او څه موده وړاندې د هزاره لږکیو لخوا د افغان دولت ضد مدني اعتراضونو کې د دولت په پلوۍ درېدلی و. خو له عطا محمد نور سره تر لېدو کاتو وروسته د حکومت پر وړاندې د ده نیوکې هم تیزې شوې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د هغو تورونو په اړه چې ویل کېږي ارګ قدرت انحصار کړی وايي" په دې ډول ستونزو باید په یو میز بحث وشي. د بنسټیزو امنیتي ستونزو په اړه د ملي امنیت شورا په غونډه کې بحث کېږي. ټول هغه کسان چې اعتراض کوي د همدې شورا غړي دي. او هلته استبداد نشته چې څوک د نظر، بحث یا وړاندیز مخه ونیسي. موږ تمه لرو چې موږ ټول خپل نظرونه د دې شوراګانو په چوکاټ کې مطرح کړو او یوې مطلوبې پایلې ته ورسېږو. "

د انځور حقوق Shahhussain Murtazawi
Image caption ولسمشرۍ ماڼۍ د ټلوالې د اعلانېدو په غبرګون کې ويلي، په دې ایتلاف کې شامل کسان د حکومت غړي دي او د حکومت کمی او لاسته راوړنې همدوی ته متوجه دي

ټاکل شوې دا نوې جوړه شوې شورا په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې رسماً خپل موجودیت اعلان کړي.

په تېره څه باندې یوه لسیزه کې څو نورې ټلوالې هم جوړې شوې خو ډېرې و نه پايېدلې.

د خواله رسنیو یو شمېر کارکونکي د تېرو ټلوالو پایلو ته په اشاره د نوې جوړ شوي ایتلاف د پايښت په اړه چې له هېواده بهر یې د جوړېدو پرېکړه شوې بحثونه پيل کړي د دې شبکو کاروونکي بېلابېلو نظرونه لري ځينې يې د دې کار ستاينه کوي او ځينې نور يې مخالفين دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب