ننګرهار کې د سړک غاړې ماين چاودنې ۷ ولسي وګړي وژلي

Image caption اچين د ننګرهار يوه له هغو نا امنو ولسواليو ده چې دوه میاشتې وړاندې په کې امريکا د "اسلامي دولت" نومې ډلې پر مرکزونو تر ټولو زورور بم وغورځاوه

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د اچين ولسوالۍ په باندر درې سيمه کې په يو ډاډسن ډوله موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې چې په کې ۷ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

د ننګرهار ولايتي وياند عطاء الله خوږياڼي بي بي سي ته وويل، چاودنه داسې مهال شوې چې د ولسي خلکو ډاډسن موټر له سيمې تېرېده.

د وياند په وينا، ټپيان له اچینه غني خېلو ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

ننګرهار کې پر ماین د ولسي موټرو برابرېده لومړۍ پیښه نه ده.

اچين د ننګرهار يوه له هغو نا امنو ولسواليو ده چې دوه میاشتې وړاندې په کې امريکا د "اسلامي دولت" نومې ډلې پر مرکزونو تر ټولو زورور بم د بمونو مور غورځولی و.

ځايي امنيتي وايي، نننی چاودلی بم هم داعش اورپکو ایښی و، خو تر دې دمه داعش وسله والو د شوې چاودنې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته مطالب