عدنان سمیع؛ "افغان د کور په لټه کې"

عدنان سمیع د انځور حقوق .
Image caption "افغان ـ د کور په لټه کې" فلم د افغانستان د هغه یوه موسیقي غږوونکي کډوال کیسه ده چې خپل هېواد یې په ډېرو کړکېچنو حالاتو کې پرېښی او د یوه هویت او کور په لټه کې دی.

افغاني الاصله مشهور هندی سندرغاړی عدنان سمیع د "افغان ـ د کور په لټه کې" په نامه فلم کې د "رادیکا راو" او "ویني ساپرو" په ګډې ډایرکټرۍ راڅرګندېږي. نوموړی به په دې فیلم کې د یوه افغان موسیقي غږوونکي په رول کې ولوبېږي.

د عدنان سندرو ګڼ مینه وال پر ځان ورمات کړي دي.

نوموړی په یوه داسې فیلم کې لوبېږي، چې له شوټینګ سره د وېډیويي موسیقۍ یوځای کول پکې ډېر ګران کار دی.

نوموړی غواړي په دې فیلم کې خپل افغانیت ثابت کړي. دی وايي په دې فلم کې لوبېدل یې د خپلو پلرونو د کیسو له الهامه دي:

"زموږ نسب د شاه امان الله خان شاهي کورنۍ ته منسوب دی چې دا مهال هم د افغانستان په هرات ولایت کې میراث لرو. زما ستر نیکه "کافرستان" فتح کړ او نورستان نوم یې پرې کېښود. زما نیکه والي تېر شوی دی.

د انځور حقوق Twitter
Image caption عدنان ځینې ټویټونه په پښتو ژبه کړي او ځینو مینه والو ته یې هم په پښتو ځواب ورکړی

زما د پلار له مړینې وروسته، اوس زه د کورنۍ مشر یم. ما د خپل ژوند ددې برخې په اړه خبرې نه دي کړې؛ ځکه چې نه مې غوښتل کورنۍ مې هر ور راته پرانیزي، بلکې غوښتل مې دا ټول کار زه پخپله وکړم."

دا فیلم د ډرامې، عاطفې او سندرو یوه ګډوله ده، چې د یوه هندي په توګه به پکې عدنان سمیع په لومړي ځل لوبېږي.

عدنان سمیع لندن کې زیږېدلی. د هغه پلار ارشد سمیع خان نومېده، چې په اصل کې افغان و. ارشد سمیع خان دیپلومات، بیروکرات او پوځي تېر شوی او د ۲۰۰۹ کال د جون پر ۲مه مړ شوی دی.

د عدنان سمیع نیکه جنرال محفوظ جان له هرات ولایته زنداني شوی خو ترې وړاندې د غازي امان الله خان د واکمنۍ پرمهال د افغانستان د څلورو ولایتونو (هرات، کابل، ننګرهار او بلخ) والي تېر شوی. د هغه پلار جنرال احمد جان د عبدالرحمن خان پوځي سلاکار و چې د ده په لاس د هغه وخت (کافرستان/نورستان) فتح شو.

له اره پښتون

د انځور حقوق Twitter
Image caption د عدنان سمیع نیکه جنرال محفوظ جان له هرات ولایته زنداني شوی خو ترې وړاندې د غازي امان الله خان د واکمنۍ پرمهال د افغانستان د څلورو ولایتونو والي تېر شوی.

د حبیب الله کلکاني (بچه سقاو) د کودتا په پایله کې د ارشد پلار جنرال محفوظ جان ووژل شو، همدا وو چې کورنۍ یې د خیبر پښتونخوا پېښور ته چې هغه وخت د بریتانوي هند یوه برخه وه، کډواله شوه.

ارشد له اره پښتون و. ارشد له نورین سمیع خان سره واده وکړ چې دوه بچیان یې ترې پیدا شول: مشر یې عدنان سمیع دی، چې مشهور سندرغاړی او د هند ممبۍ کې اوسېږي او کشر یې جنید سمیع خان دی.

عدنان سمیع په ۱۹۹۹ کال هند ته تللی چې له اوږدې او ټینګې مبارزې وروسته یې هندي تابعیت ترلاسه کړی. هند هغو کسانو ته د یوه ځانګړي حکومتي بورډ له خوا تابعیت ورکوي، چې په هنر، ساینس او سپورت کې نمونوي خدمتونه وکړي.

عدنان په افغان بڼه، خو ژیړه پګړۍ تړلې چې د مخکېنیو فلمونو په پرتله بیخي بېل ډول ښکاري.

"افغان ـ د کور په لټه کې" فلم د افغانستان د هغه یوه موسیقي غږوونکي کډوال کیسه ده چې خپل هېواد یې په ډېرو کړکېچنو حالاتو کې پرېښی او د یوه هویت او کور په لټه کې دی.

عدنان په وروستي ځل د سلمان خان په "باجړنګي بهايي جان" فلم کې د "قوال (قوالي ویونکي)" په بڼه په پرده راڅرګند شوی. رپوټونه وايي، ده دا کار یوازې د خپل پخواني ملګري سلمان خان لپاره کړی.

دی وړاندې د سلمان خان په "نېکبخته... مېنې ته هېڅ وخت نه شته" فلم کې له رادیکا راو او ویني ساپرو سره کار کړی.

ده په تېرو شپږو کلونو کې د ډېرې خوارۍ له کبله کابو خپل ۱۶۰ کیلوګرامه وزن کم کړی.

د انځور حقوق .
Image caption د عدنان سمیع پلار ارشد له اره پښتون و.

هند ـ افغان ورورولي

په پام کې ده چې د رادیکا راو او ویني ساپرو دغه فلم به د هند ـ افغان ورورولۍ یوه نخښه وي چې عدنان سمیع به د شوټینګ لپاره د هند افغانستان ټولو برخو ته پکې سفر کوي.

اوس هیله دا ده چې عدنان به په دې نوي فیلم سره هماغسې خپله مینه وال پر ځان ورمات کړي لکه په سندرو کې یې چې ورمات کړي وو.

عدنان ته خدای د مې میاشتې پر لسمه یوه ښکلې لور ورکړه چې نوم یې پرې مدینه کېښود.

د بالیووډ دغه لوبغاړي فیلم کې د لوبېدو په اړه په ټویټر خپل رول ښودلی چې وايي:

"زه دغه فلم کې ستاسې دعاګانو ته اړ یم.

عدنان سمیع له رویا فاریابي سره په ۲۰۱۰ کال واده وکړ چې اوس یوه لور لري.

دی نه یوازې سندرغاړی دی، بلکې موزیک کمپوزر، پیانو غږوونکی او ممثل هم دی، چې هندي (په تېره بیا هندي فلمونو کې) او لوېدیځه موسیقي یې غږولې ده.

د انځور حقوق .
Image caption عدنان سمیع (افغان د کور په لټه کې) فلم کې د افغانانو په څېر پګړۍ او ږیره لري.

ورته مطالب