د افغانستان په ښوونيز نصاب کې لويې ستونزې څه دي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان په ښوونيز نصاب کې لويې ستونزې څه دي؟

افغان حکومت اعلان کړی چې د ښوونځیو د نصاب کتابونو ته له سره کتنه کېږي او په پام کې لري چې له ارزونې وروسته به نه یوازې د مضمونونو شمېر راکمیږي بلکې د ځینو کتابونو حجم به هم راکموي.

د پوهنې د چارو ډېر کارپوهان په دې اند دي چې د افغانستان د ښوونځیو نصاب ډېر پخوانی دی او بنسټیز بدلون ته اړتیا لری.

د پوهنې وزارت له پخواني مرستيال صدیق پتمن نه وپوښتل چې اوسني نصاب کې بدلون څنګه راتلی شي او په دې نصاب کې لویې ستونزې څه دي؟

اړونده مطالب