د بلخ په يوه جومات کې "طالبانو ۱۳ تنه په ډزو وژلي"

Image caption د بلخ د حوزوي ابن سینا روغتون يو ډاکتر وايي دوی ته مازدیګر مهال د ۱۳ کسانو جسدونه ور وړل شوي چې ټول په ګولیو ویشتل شوي

د افغانستان په شمال د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې وسله والو ۱۳ تنه په ډزو وژلي دي.

په ولسي جرګي کې د بلخ ولایت استازې ګلالۍ نور ساپۍ بي بي سي ته وویل، "دغه کسان په یوه جومات کې وژل شوي دي".

اغلي ساپۍ وايي "دغه کسان ځايي وخت غرمه مهال په یوه جومات کې ډوډي ته ناست وو چې "وسله والو طالبانو" پری برید کړي".

خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د اغلې ساپۍ په وينا، وژل شويو کسانو په امنیتي ارګانونه کې دنده نه لرله، په سيمه ييزو پولیسو کې شامل نه وو او نه هم د سیمي د پاڅونکونکو له ډلې سره وو.

د دغې پېښې په اړه ضد او نقیض را پورونه ورکول کېږي.

د بلخ ولایت استازې دا هم وايي چې دغه کسان "د بلخ د امنیتي مسؤلینو په لارښونه سیمه ته د دولت له مخالفینو سره د جګړې کرښې ته بېول شوي وو".

بله خوا د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند شیرجان درانی وايي د دغې پېښي راپورته دوی ته نه دی رسېدلی خو په وینا یې په سیمه کې نښتې شوي چې پولیسو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.

د بلخ د حوزوي ابن سینا روغتون سرطبیب نور محمد فیض بي بي سي ته وویل، دوی ته مازدیګر مهال د ۱۳ کسانو مړي ور وړل شوي چې ټول په ګولیو ویشتل شوي دي.

د سیمي اوسیدونکې وايي دغه کسان د بلخ د یوه پخواني قومندان غلام حضرت ګرګډي اړوند دي چې د وژل شوو له ډلي ۷ يې د بلخ ولسوالۍ د یوې کورنۍ غړي دي.

د پېښي سیمه له مرکز مزار شريف څخه شاخوا ۷۰ کیلومتره لرې پرته ده.

چمتال د بلخ ولایت يوه تر ټولو نا امنه ولسوالۍ ده چې يو شمېر سیمې يې د دولت مخالفیو وسله والو تر کنټرول لاندې دي.

دغې ولسوالۍ کې درې میاشتي وړاندي هم د بلخ د والي عطامحمد نور په مشرۍ د وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات تر سره شوي وو.

ورته مطالب