محمد اشرف غني د اړیکو پراختیا په پار ترکمنستان ته لاړ

د انځور حقوق ارګ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوړپوړي پلاوي سره یو ځای د ترکمنستان پلازمینې عشق اباد ته لاړ.

له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، محمد اشرف غني به له خپل ترکمنستاني سیال "قربانقلي بیردي محمدوف" سره وویني او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اړیکو پر پراختیا خبرې اترې وکړي.

* افغان ولسمشر د 'ټاپي' پروژې پرانیستلو لپاره ترکمنستان ته ولاړ

* ولسمشر غني پاکستان ته د تګ بلنه رد کړې

* "د نوي ایتلاف جوړوونکو غوښتنې په حقیقت کې له خپل ځانه دي"

د خبرپاڼې له مخې د دواړو ولسمشرانو په موجودیت کې یو لړ هوکړه لیکونه هم لاسلیکېږي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ور کړل شوي.

افغان ولسمشر تېره ورځ د لوی کندهار له اوسېدونکو سره په لیدنه کې ویلي وو، له ترکمنستاني لوري سره به کندهار ته د برېښنا پر را لېږدولو بحث وکړي.

افغان ولسمشر سره په دې سفر کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد او د ولسمشر ستر سلاکار ډاکټر همایون قیومي هم ملتیا کوي.

ورته مطالب