د برتانیا ځانګړو ځواکونو "له طالبانو سره د تړاو په شک ولسي افغانان وژلي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا موندنې د شاهي پوځي پوليسو د پلټونکوله لوري شوي دي.

ډيلي مېل:

برتانيا چاپې ډيلي مېل ورځپاڼې ليکلي د بريتانيا ځانگړو ځواکونو پر يوې ډلگۍ تور پورې شوى چې له طالبانو سره د تړاو په شک يې ولسي افغانان وژلي او بيا يي مړو سره روسۍ تومانچې اېښي چې وښېي گواکې دوى طالب وسله وال دي.

دا موندنې د شاهي پوځي پوليسو د پلټونکوله لوري شوي دي.

ورځپاڼې د بېلگې په توگه ٢٠١١ م کال کې رامنځته شوې يوه پېښه راخيستې چې وايي له طالبانو سره په تړاو نيول شوى يو مشکوک کس چې لاسونه يې ولچک شوي وو او پر سر يې هم توره کڅوړه ايښې وه، په ډزو وژل شوى.

د برتانيا پرځانگړو ځواکونو تور دى چې په دې تړاو يې له پلټنو سترگې پټې کړي خو دوى بيا د دغه سړي د وژنې پړه پر افغان ځانگړو ځواکونو اچولې.

د بريتانيا په حکومت کې يوې لوړ پوړې سرچينې د سنډې ټايمز ورځپاڼې ته ويلي چې د دفاع وزارت جگپوړي چارواکي دا شواهد د باور وړ او جدي گڼي.

بل لوري ته د کارگر گوند مشر جېرمي کوربېن غږ کړى چې دا شواهد دې د يوې خپلواکې پلټنې په ترڅ کې و ارزول شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان او پاکستان تر منځ تد سولې ګڼې هڅې شوې دي

ډان:

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان "اوس وار د چين دى" تر سرليک لاندې يوه شننه خپره کړې چې وايي د ميليارډونو ډالرو لگښت او سياسي هلوځلو سره سره لا هم افغانستان ته د سولې او ثبات راتلل د يوۀ خيال په توگه پر ځاى پاتې دي.

ورځپاڼه وايي نړېوال له يوې نيمې لسيزې راهيسې د افغان شخړې د هوارولو هڅه کړې چې هېڅ ځاى يې نه دى نيولى.

د ورځپاڼې په وينا اوس چين د افغان جگړې مديريت لپاره په احتمالي ډول له يوۀ نوي ميکانيزم سره ډگر ته وردانگلي. ورځپاڼه وايي سم يا ناسم خو په افغانستان کې د سولې راتلو په برخه کې د پاکستان رول ډېر مهم بلل کېږي او پاکستان هم د خپلو ستراتېژيکو گټو په خاطر دا خبره نه ردوي چې دا باور يې لا ټينگ کړى.

ورځپاڼه د افغان سولې په تړاو د چين هلې ځلې مثبت اقدام بولي چې په وينا يې په دې برخه کې دغه هېواد وړاندې داسې عملي گامونه نه وو پورته کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په هند کې د تېزاب پاشلو ګڼې پېښې شوې دي

گارډين:

گارډين ورځپاڼې په هند کې پر يوې مېرمنې د تيزاب پاشلو پېښې ته کتنه کړې چې دا پر دغې مېرمنې دغه راز پنځم بريد دى. وړاندې ورباندې د جنسي تېري هڅه هم شوې وه.

بريد گر په اتراپراديش ايالت کې د هغې ليليې پر ديوال ختلى چې دغې مېرمنې په کې ژوند کاوۀ، او ورباندې يې تيزاب پاشلي دي.

د حقوقي دلايلو پر بنسټ د دغې مېرمنې نوم نه دى ښوول شوى. ورځپاڼه هند کې پر مېرمنو د تېزاب په مټ بريدونه لويه ستونزه بولي.

يواځې په ٢٠١٥ م کال په دغه هېواد کې پر مېرمنو د تېزاب پاشلو ٣٠٠ پېښې ثبت شوي چې کارپوهان يې په سمندر کې څاڅکى بولي.

ورته مطالب