"افغانستان کې د جنګي جنایتونو د تورونو په تړاو ارزونې روانې دي"

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکايي ځواکونو د جرمونو په هکله د تورونو پلټنه کېږي.

د نړيوالې جنايي محکمې سر څارنواله فتو بسودا وايي، پر هغو ادعاو باور کولو لپاره معقول دلايل شته چې وايي، د امريکايي ځواکونو په گډون په افغانستان کې د جگړې ټولو ښکيلو غاړو جنگي او بشري ضد جرمونه کړي دي.

څارنوالې فتو بسودا د بي بي سي هارډ ټاک پروگرام ته وويل، په بگرام پوځي اډه کې پر امريکايي ځواکونو د ربړونې د پورې شويو تورونو په گډون، په جگړه کې د ټولو ښکېلو غاړو د کړنو لومړنۍ ارزونې رواني دي.

"داسې معقول دلايل شته چې پر طالبانو، افغان حکومتي ځواکونو او امريکايانو د جنگي جنايتونو او بشرضد کړنو لگېدلي تورونه ومنل شي. زما اداره دا قضيه ارزوي."

* افغان زندانونو کې ربړونه نه ده ختمه شوې

* ''پر افغان ولسي وګړو بریدونه جنګي جنایتونه دي''

د اى سي سي سر څارنواله وايي، دغه چاره له يوې مودې راهيسې روانه ده.

خو نوموړې زياتوي چې دا بهير لا نه دى بشپړ شوى او اوسمهال په دې غور کېږي چې دغه قضيه محکمې ته د وړاندې کولو وړ ده او که نه.

اغلې بسنودا دا بهير يوه قانوني اړتيا بولي.

پر ای سي سي نیوکې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا د ننګرهار په اچین کې د بمونو مور بم وغورځاوه چې له امله نیوکې هم پر وشوې.

پر اى سي سي دا تور دى چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پر وړاندې د سر غړونو د تورونو په تړاو يې رسمي پلټنې ځکه نه دي پيل کړې چې د منتقدينو په وينا نه غواړي امريکا غوسه کړي.

خو د دغې محکمې سر څارنواله دا تورونه ردوي او وايي په پوره بې پرېتوب او خپلواکۍ يې عمل کړى.

"زه غواړم دا روښانه کړم، د ماموريت لپاره مې اړينه ده چې بې پرې او حپلواکه اوسم او ټولو هغو قضيو ته چې کتنه کوم نو خپله خپلواکي او بې پرېتوب وساتم. زه شواهدو ته گورم او د قانون پر بنسټ کار کوم."

افغانستان د ٢٠٠٣ م کال د مې پر لومړۍ نېټه د اى سي سي يا د جرمونو نړېوالې محکمې غړىتوب تر لاسه کړ، چې پربنسټ یې دا محکمه کولاى شي له دغې نېټې وروسته په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو ادعاوې رسما" وپلټي.

ورته مطالب