"ترکیې حکومت ته افغان ترک ښوونځي مه سپارئ"

.
Image caption نیوکګر: نه غواړي د ښوونځيو مشرتابه کې بدلون راشي

په افغان ترک ښوونځيو کې د زدکوونکو خپلوان په کابل کې راټول شوي وو او د ترکیې دولت ته یې د یادو ښوونځیو د اداري چارو په ور سپارلو نیوکه وکړه.

دوی وايي، نه غواړي د دیادو ښوونځیو مشرتابه پلاوي کې بدلون راشي.

یادو کورنیو سه شنبه (جولای ۴مه) په یوه خبري ناسته کې له افغان دولته وغوښتل چې د ترکیې حکومت ته د افغان ترک ښوونځيو د چارو له سپارلو ډډه وکړي.

* افغانستان: د افغان ترک ښوونځیو مشري ترکیې ته وسپارل شوه

* ترکي محکمې د فتح الله ګولن د نیولو امر کړی

* ترکیه ولې د تکامل نظریه د ښونځیو له درسي کتابونو باسي؟

د تېر کال په جولای کې په ترکیه کې د ناکامې کودتا تر هڅې وروسته د ترکیې حکومت فتح الله ګولن په کودتا کې په لاس لرلو تورن کړ.

د فتح الله ګولن غورځنګ په ټوله نړۍ په ځانګړي ډول افغانستان کې کلتوري او ښوونیز فعالیتونه لري.

تر کودتا وروسته، د ترکیې حکومت له ډېرو هېوادونو وغوښتل د فتح الله ګولن د غورځنګ اړوند ښوونځي وتړي.

د ترکیې دولت له افغانستانه هم غوښتي دي چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

که څه هم د ترکیې حکومت ته په رسمي ډول د افغان ترک ښوونځیو د ادارې د سپارلو رپوټونه خپاره شوي، خو د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، تر اوسه یې په دې اړه رسمي پرېکړه نه ده کړې .

په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځیو د تړلو غوښتنه په هماغه لومړيو کې له غبرګونونو سره مخامخ وه، خو اوس یې د زدکوونکو کورنۍ په کابل کې سره راټولې شوي او پر دغې چارې یې نیوکه وکړه.

دوی وايي، په هیڅ صورت به د دغو ښوونځیو د مشرتابه بدلون ته اجازه ور نه کړي، ځکه دا چاره به د دغو ښوونځیو پر ښوونیز بهیر ناوړه اغېزه وکړي.

د انځور حقوق AFGHAN TURK SCHOOLS/FACEBOOK
Image caption د افغانستان په بېلو ولایتونو کې د افغان ترک ښوونځيو ۱۴ څانګې فعالې دي

د افغان ترک زدکوونکو د کورنیو د کمېټې مشر یوسف پښتون وايي، د ښوونځیو له اوسني مشرتابه ننګه کوي، ځکه ښې لاسته راوړنې یې لرلې دي.

د افغانستان په بېلو ولایتونو کې د افغان ترک ښوونځيو ۱۴ څانګې فعالې دي.

زدکوونکي یې هم وايي، رامنځته شوي کړکېچ یې ښوونیز بهیر ټکنی کړی او د دوی زدکړه ییزه روحیه یې ځپلې ده.

په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځیو اداري مرستیال احمد فواد حیدري وايي، که د یاد بنسټ په مشرتابه کې بدلون راوستل شي، دا به له زدکوونکو سره ډېر زیاتی او د دغه ښوونیز بنسټ د تړلو په مانا وي.

نوموړی وايي، وړاندې هم د ترکیې دولت په جوزجان کې د یوه ښوونځي د پر مخ وړلو مسوولیت منلی و خو تر درېوو کلونو یې هم دروازې پرانیستې ونه ساتلی شوې.

افغان ترک ښوونځي په وروستیو ۲۰ کلونو او په تېره په وروستۍ لسیزه کې د افغانستان د ښو ښوونځيو له ډلې بلل کېږي.

د یادو ښوونځیوافغان زدکوونکو د کانکور په ازموینو او سیمه ییزو ښوونیزو سیالیو کې ښې لاس ته راوړنې لرلې دي.

ورته مطالب