عبدالله : امنیتي ځواکونه د خلکو په همکارۍ امنیت ټینکولی شي

ر د انځور حقوق CEO.GOV.AF
Image caption عبدالله عبدالله وايي د خلکو او حکومت ترمنځ که واټن زیاتېږي بیا یې لرې کول ګران دي.

د افغان ملي یووالي حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله د کابل ولایتي شورا استازو او امنیتي چارواکو ګډه ناسته کې وویل، چې خلک تل د حکومت او نظام له سترو ګټو سره ملګري دي.

د نوموړي په خبره، افغان امنیتي ځواکونه د خلکو په همکارۍ او باور په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې امنیت ټینګولی شي.

هغه په دغه ناست کې زیاته کړه چې کابل ګڼ مېشتی ولایت دی او د خلکو له همکارۍ پرته یې امنیت ټینګول ګران دي.

* کابل کې پیل شوی لاریون په سوله ییزه بڼه پای ته ورسېد

* "د لاریون د تاوتریخوالي عاملان د قانون منګولو ته سپارل کېږي"

په ورته مهال یې ومنله چې د کابل د خلکو د استازو سره او امنیتي چارواکو ترمنځ د نه همکارۍ او نه همغږۍ له امله ستونزې پېښې شوې دي.

هغه له امنیتي چارواکو وغوښتل چې له خلکو سره د نږدې اړیکو هڅه وکړي.

د نوموړي په خبره، که د ولس او حکومت ترمنځ واټن زیاتېږي، نو د رغولو لپاره به یې د ولسي او امنیتي چارواکو هڅې پوره نه وي.

د معلوماتو د ور کولو پر څرنګوالي نیوکه

د انځور حقوق Reuters
Image caption کابل کې د تېرې میاشتې له ټانکر چاودنې وروسته مظاهرې په تاوتریخوالي بدلې شوې.

د حکومت اجرایه رییس په خپله وینا کې د افغان امنیتي چارواکو د معلوماتو ور کولو پر څرنګوالي هم نیوکه وکړه: "پېښه کېږي، خلک پوښتي دا کار ولې وشو، خو امنیتي چارواکي په وخت ځواب نه ور کوي".

د عبدالله عبدالله په خبره، خلکو ته باید حقیقت او ستونزې وویل شي او د لرې کولو لپاره یې ګام پورته شي.

"حقیقت باید خلکو ته وویل شي ان که دردونک یاو یا هم د افغان امنیتي ځواکونو د کمکارۍ له امله وي".

د حکومت اجراییه رییس دا هم وویل، چې قضايي ادارې په مظاهره کې پر خلکو د ډزو دوسیه ارزوي او که چا په دنده کې بېغوري کړې وي یا یې د قانون خلاف عمل کړی وي، قانوني چلند به ور سره وشي.

د امنیتي ځواکونو او لاریونوالو ترمنځ په نښته کې پنځه مظاهره چیان وژل شوي او ۲۰ نور ټپي شوي دي.