د هلمند پولیس وايي پوځي عملیاتو کې یې په لسګونو طالبان وژلي

هلمند د انځور حقوق Helmand GOV
Image caption د ښاغلي صافي په وینا، ناوه ولسوالۍ کې به عملیات روان وي.

د افغانستان سویلي هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې لا هم د افغان ځواکونو او طالب وسله والو تر منځ نښتې روانې دي. د هلمند ولایت د پولیسو مشر عبدالغفار صافی وايي، د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې په تېرو " ۴۸ ساعتونو کې ۶۲ طالبان وژل شوي دي".

د ناوې ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیات دوې ورځي وړاندې د افغان ځواکونو له خوا، د بهرنیو پوځیانو د هوایي ځواک په ملاتړ پیل شول.

د هلمند ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه لیکي "عملیات د کومانډو ځواکونو له خوا پر مخ وړل کېږي".

د هلمند د پولیسو مشر وايي، "په وژل شویو کې د وسله والو طالبانو قومندانان هم شته او ۴۰ تنه نور یې ټپیان شوي دي".

بل لور ته وسله وال طالبان وايي چې د کومانډو ځواکونو لس کسان یې وژلي خو د دوی دوه کسان وژل شوي.

تر دې وړاندې داسې رپوټونه ول چې نژدې څلور زره وسله وال طالبان د لشکرګاه ښار د نیولو په موخه، ناوه ولسوالۍ کې راټول شوي چې د افغان او ناټو ځواکونو له ناببره عملیاتو سره مخ شول.

خو ښاغلي صافي دا رپوټونه رد کړل او وايي چې وسله وال طالبان د داسې عملیاتو د ترسره کولو توان نه لري.

افغان امنیتي ځواکونه وايي، غواړي د دغو عملیاتو په ترسره کولو سره د لشکرګاه امنیتي کمربند پراخ کړي.