د افغان مشرانو د مېرمنو ګوښی ژوند پای مومي؟

. د انځور حقوق MOHAQEQ/FB
Image caption په قونیه کې محمد محقق له خپلې یوې مېرمنې سره

د دیني مدرسو لوستي محمد محقق تېر کې هم له خپلو مېرمنو سره ګډ اخیستل شوي انځورونه خپاره کړي، خو د ترکیې په وروستي سفر کې یې چې د خپلو څلورو مېرمنو له ډلې یوې سره ګډ عکس خپور کړ، پر ټولنیزو رسنیو یې غبرګونونه لرل.

تر دې چې محمد محقق اړ شو پر ده د شویو نیوکوځواب ووايي.

محمد محقق د اجرایه ریاست دویم مرستیال او د "د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت " ګوند مشر دی چې د شیعه ګانو په منځ کې د مذهبي شخصیت په سترګه هم ورته کتل کېږي.

* اشرف غني: د جګړې قربانیانې د جګړې عاملانې نه دي

* ''زنداني افغان مېرمنې عدالت ته لاسرسي کې ستونزو سره مخامخ دي''

* زرینه: مېړه مې وویل غوږونه دې پرې کوم چې بیا واده ونه کړای شې

تېره اونۍ له یو شمېر نورو سیاسي شخصیتونو سره یو ځای ترکیې ته لاړ چې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم د زوی د کوژدې په مراسمو کې ګډون وکړي.

ښاغلی محقق د ترکیې قونیه سیمې ته لاړ او د مولانا جلال الدین محمد بلخي مزار ته لاړ. په مزار کې یې له خپلې مېرمنې سره عکسونه واخیستل او هغه یې پر خپله فیسبوکپاڼه خپاره کړل.

د افغانستان په دودپاله ټولنه کې پر ټولنیزو رسنیو د کورنۍ د ښځينه غړو عکسونه خپرول لا هم ښه نه انګېرل کېږي، خو کله چې دغه ټابو د یوه مشر له خوا ماتېږي، نو اهمیت یې هم ور سره زیاتېږي.

د انځور حقوق MOHAQEQ/FB
Image caption محمد محقق له خپلې درېمې مېرمنې وحېده محقق سره

ښاغلي محقق پر ده د شویو نیوکو په ځواب کې پر فېسبوک ولیکل، له مېرمنې سره یې په ترکیه کې و او مېرمنې یې ترکی حجاب اغوستی و چې دا کار یې (بشپړ شرعي) دی.

نوموړي د هغو کسانو په ځواب کې چې د ده د مېرمنې د کالیو په بڼه یې نیوکې کړې وې، وویل: "که لږ چاغه ده، نو تاسو مو خپل نظر سم کړئ، په ذره بین هر څه ته مه ګورئ. الحمدالله تاسو هم مسلمانان یئ او خورومور لرئ."

ښاغلي محقق په سفرونو کې له خپلو مېرمنو یوه له ځان سره بیايي. نوموړي هغو کسانو ته چې د ده پدې کار یې نیوکې کړي، لیکلي: دا کار ځکه کوي چې د اسلام پیغمبر هم خپلې مېرمنې له ځان سره پر سفر بیولې دي او بله دا چې امام حسین کربلا ته خپله مېرمن بېولې وه.

په اسلام کې په خاصو شرایطو کې نارینه کولای شي څو مېرمنې ولري، خو د افغانستان په ښارونو کې چندان په ښه سترګه نه ورته کتل کېږي.

* افغان مېرمنې: ټولې غاړې جګړه بس کړئ

* افغان مېرمنې، د لاغوره راتلونکې لپاره هڅې او هیلې

یوه ډله کسانو ته د نوموړي د څو مېرمنو لرل هم د بحث وړ و. ښاغلي محقق یې په ځواب کې ور لیکلي: "د شرعې خلاف نه دی، زما شخصي ژوند په نورو اړه نه لري. په افغانستان کې له دود سره په ټکر کې کار هم نه دی. "

"افغاني غیرت" که نرمحوره کلتور

د ټولنپوهانو له نظره، ښځې ته لا هم په افغانستان کې د دویم جنس یا د نارینه د ملکیت په سترګه کتل کېږي. په غونډو کې د ښځو ګډون یا حتی د هغوی نوم اخیستل (شرم) ګنل کېږي.

د پوهننون استاد او ټولنپوه نذیر فرهنګ وايي، د مشرانو په خوا کې د هغوی د مېرمنو شتون پر عامو وګړو مثبت اغېز کولای شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي مېرمن زینت کرزۍ (ښۍ) د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش له مېرمنې لورابوش سره

د ښاغلي فرهنګ په خبره، په ټولنیزو رسنیو کې د یوه سیاسي مشر او د هغه د مېرمنې د ګډو انځورونو پر وړاندې غبرګونونه کلتوري ریښې لري.

په ورته مهال یو شمېر کسان باوري دي چې د ښځو ستونزې په ننداره ییزو کړنو حلېدونکې نه دي، په دې برخه کې باید عملي کارونه ډېر شي.

د "انجمن دختران رابعه" مشره نورجهان اکبر وايي، په ټولنه او سیاسي چاپیریال کې د ښځو برخه اخیستنه د ستاینې ده. ښځه باید د پلانکي د مېرمنې او د پلانکي د مور په توګه ونه پېژندل شي، بلکې باید خپل پېژند او هویت ولري: " د مشرانو له خوا د هغوی د کورنیو د ګډو عکسونو خپرول ښه پیل دی، خو بسنه نه کوي. "

په کورنۍ کې ښځې تر نارینه وو ډېرې ګوښه

له سیاسي مشرانو سره د هغوی د مېرمنو شتون که څه هم کمرنګه دی، خو بې مخینې نه دی. د دې چارې پیل غازي امان الله خان (۱۹۱۹- ۱۹۲۹) وکړ.

غازي امان الله خان د افغانستان متمدن پاچا و. لومړی پاچا و چې مېرمن (ثریا طرزي) به یې همېشه تر څنګ وه.

د انځور حقوق AFGHAN NATIONAL ARCHIVE
Image caption پاچا امان الله خان له خپلې مېرمنې ثریا طرزي سره

د حامد کرزي د حکومت تر مهاله او له هغه را وروسته د افغانستان د سیاسي مشرانو مېرمنې تر دوی یو قدم شاته او ګوښه وې.

د ښاغلي کرزي مېرمن زینت کرزۍ په سیاسي او ټولنیزو غونډه کې د هغه تر څنګه نه ده لیدل شوې. که څه هم هغه یو ځل له بي بي سي سره مرکې ته حاضره شوې وه.

خو د افغانستان له برحاله ولسمشر محمد اشرف غني سره د ولسمشرۍ له لومړۍ ورځې خپله مېرمن رولا غني په څنګ کې وي.

د افغانستان د لومړۍ مېرمنې دفتر فعال دی. په بېلابېلو سیاسي ناستو کې لیدل کېږي او پیغامونه یې خپرېږي.

لیدل کېږي چې د ښځو پر وړاندې د افغانستان د سیاسي مشرانو په لیدلوري کې بدلون رامنځته شوی دی.

د انځور حقوق ASHRAF GHANI/FB
Image caption د افغانستان له برحاله ولسمشر محمد اشرف غني سره د ولسمشرۍ له لومړۍ ورځې خپله مېرمن رولا غني په څنګ کې وي

څو اونۍ وړاندې د بلخ والي او د جمعیت اسلامي اجرایه مشر عطامحمد نور پر خواله رسنیو د مور د ورځې په مناسبت له خپلې مور، لور او زوی سره جوړه یي عکس خپور کړ.

ښاغلي نور په دې اړه بي بي سي ته وویل، د شته جنجالونو له امله ډېر کم پر ټولنیزو رسنیو د خپل شخصي ژوند عکسونه خپروي، خو د مور عکس یې ځکه خپور کړ چې وښيي ښځو ته د ټولنې د نیمايي برخې په توګه احترام لري: " ښځو ته احترام د پیغمبر سنت دی. د نارینه په ژوند کې د ښځو رول ټاکونکی دی."

* د بښنې نړیوال سازمان: افغان مېرمنې له کوره بهر خوندي نه دي

* البوم: د افغان ګاڼو کمسارې ښکلا

* د پېغلو ' زهره ' ډله هېواد ته ستنه شوه

د بلخ والي د افغانستان د جهادي مشرانو له ډلې دی. د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدا وروسته چې د افغانستان سیاسي ډګر ته داخل شو، د وخت په څېر یې خپله ظاهري بڼه هم بدله کړه.

کورتۍ او پتلون یې واغوستل، نیکټايي یې له غاړې کړه او د ازادۍ او بشرحقونو شعارونه یې شروع کړل، خو اوس وايي:" د شعارونو نه، بلکې د عمل سړی دی"

د بلخ له والي سره په رسمي غونډو او ټولنیزو غونډو کې خپله مېرمن نه ده لیدل شوې، خو هغه وايي نننۍ کامیابۍ یې له مېرمنې پرته ناشونې وې: " په سیاسي او ټولنیز ژوند کې مې د ښځې رول ډېر ارزښتمن و. نننی برلاسی مې د ښځې د حوصلې، زغم، وړاندیزونو او مشورو له برکته دی. "

د انځور حقوق A.M.NOOR/FB
Image caption د بلخ والي عطامحمد نور له خپلې مور، لور او زوی سره

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له افغان حکومت سره د سولې له هوکړه لیک لاسلیکولو وروسته کابل ته راغی او په څو غونډو کې یې ویناوې وکړې.

نوموړي د ښځو په یوه غونډه کې چې د ښځو د حقونو په اړه خبرې کولې وویل، دودونو او رواجونو د ښځو حقونه تروړلي او هغوی ان د خپل کورودان د ټاکلو واک هم نه لري.

ښاغلي حکمتیار ته یوې نږدې سرچینې بي بي سي ته وویل، د ښاغلي حکمتیار مېرمن او لوڼې یې د ارګ په غونډه کې هم په وروستي کتار کې ناستې وې.

د انځور حقوق Arg
Image caption یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د کابل په یوه غونډه کې په وروستي کتار کې ناستې ښځې چې اسلامي حجاب یې کړی و، د ښاغلي حکمتیار مېرمن او لوڼې وې.

څو ځلي د جنرال دوستم لوڼې هم د هغه تر څنګ لیدل شوي او ټولنیز فعالیتونه یې تر سره کړې دي.

د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د عبدالله عبدالله مېرمن فخریه عبدالله هم د هغه تر څنګ یو ځل لیدل شوې ده.

* ''د پت'' په نامه ۶۰ افغان مېرمنې وژل شوې

* 'په 'اخلاقي جرم' بندي افغان مېرمنې خوشې کړﺉ'

* د کليک وړ معلومات: افغان مېرمنې په کومو برخو کې په کار بوختې دي؟

افغانستان هغه هېواد دی چې له ښځو سره د زورزیاتي ډېرې پېښې پکې رامنځته کېږي او د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد ګڼل شوی دی.

پوښتنه دا ده چې په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې د افغانستان د سیاسي مشرانو د کورنۍ د ښځینه غړو کمرنګه ونډه د افغان مېرمنو د وضعیت د ښه کېدا ښکارندویه ده؟

د ښځو د حقونو فعاله نورجهان اکبر وايي، نارینه سیاستوال چې کلونه یې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي، د خپلې کورنۍ د ښځینه غړو د عکسونو په خپرولو غواړي د ښځو پر وړاندې له خپلو مسوولیتونو اوږې خالي کړي.

د هغې په باور، دا چاره باید د مبارزې پیل وي، نه پای او له نارینه سیاستوالو باید د ښځو د وضعیت د ښه والي لپاره د سیستماتیک بدلون غوښتنه وشي.

د انځور حقوق A.R.DOSTUM/FB
Image caption ښی لاس ته، د جنرال دوستم لور راحیله دوستم له ولسمشر غني، باتور او جنرال دوستم سره

ورته مطالب