روباټ جوړونکې نجونې: امریکا چې ویزه را نه کړه ډېرې ناهیلې شوو

روباټ جوړوونکې افغان نجونې د انځور حقوق M. Qazizada
Image caption دغو نجونو چی د هرات د ښوونځیو زده کوونکې دي په دوو اونیو کې داسې روباټ جوړ کړی چې په روباټیکو لوبو کې د توپونو د ټولولو وړتیا لري.

د افغان نجونو لومړنۍ هغه ډله چې یو روباټ یې جوړ کړی و په امریکا کې د روباټ د جوړوونکو په نړیواله سیالیو کې له ګډونه بې برخې شوه. په کابل کې د امریکا سفارت د وېزې د ترلاسه کولو لپاره د دغو نجونو غوښتنلیک نه دی منلی.

د هراتۍ نجونو دغه شپږ کسیزه ډله چې د جولای پر څلورمه باید امریکا ته تللي وای اوس یوازی کولی شي د جولای په ۱۶ مه او ۱۸ مه د سکایپ له لارې د روبات د نړیوالې سیالۍ نندارې ته کښېني.

دغو نجونو چی د هرات د ښوونځیو زده کوونکې دي په دوو اونیو کې داسې روباټ جوړ کړی چې په روباټیکو لوبو کې د توپونو د ټولولو وړتیا لري.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستیو کې پر شپږو ډېری مسلمان وګړو هېوادونو امریکا ته پر تګ بندیز ولګاوه، خو افغانستان په دغه لست کې نه دی.

بله خوا د ایران، سعودي او سوریې ډلې چې د بندیز په لست کې شته، په دې بریالي شول چې امریکا ته ولاړ شي.

د انځور حقوق M. Qazizada

د روباټ په نړیوالو سیالیو کې چې د جولای په ۱۶ او ۱۸ په واشنګټن کې ترسره کېږی د نړۍ له بېلابېلو سیمو ۱۶۰ ډلو ګډون کړی. هراتۍ نجونې چې د امریکا له خوا ویزه نه ده ورکړل شوې وایي ناهیلي شوي دي.

په خپل لاس جوړ کړی روباټ یې په دې وتوانېد چې امریکې ته ورسېږي خو خپله دغه هېواد ته له سفره محرومې شوې. دوی دوه ځله تر کابل او د امریکا تر سفارته ولاړې خو تش لاس ستنې شوې. دغه نجونی چې په ابتدایي وسایلو یې روباټ جوړ کړی و وایي ناهیلي شوي دی.

رودابه نوری وایی:"ډېر ناهیلي شوو، یوه لویه روحي ضربه وه. موږ په ډېره تمه د ویزې د اخیستلو لپاره اقدام کړی و."

اغلې رودابه زیاتوي: "تل مو اوریدلي ول چې د افغانستان او امریکا ترمنځ ښې اړیکي شته او امریکا د ښځو د ظرفیت د لوړولو لپاره مرسته کوي. موږ غوښتل چې په سیالۍ کې ګډون وکړو خو ونه شوه او ویزه یی رانکړه. ډير خپه شوو".

دوی ته د ویزی نه رسېدو په امریکا او افغانستان کې غبرګونونه راپارولي دي.

د انځور حقوق M. Qazizada

په هرات کې د نجونو دې لوبډلې روزونکی علیرضا مهربان وایی: "موږ غوښتل چې نړیوالې ټولنې ته د افغان ښځو لاس ته راوړنې ورښکاره کړو. غوښتل مو دوی دا موقع ترلاسه کړي چې خپلې وړتیاوې وښیی. خو دا ونه شول. د سفارت له خوا رد شوو. موږ خپه یو خو ناهیلی نه یو".

د روباټ په نړیوالو سیالیو کې معمولاً د نړۍ له بېلابېلو سیمو هغه نجونې ګډون کوي چې د ښوونځي د لیسې د دورې زده کوونکي وي.

دغه سیالي ځکه مهمه بلل کېږي چې د ټکنالوژۍ په ډګر کې نوښتګرې نجونې لا زیات فعالیت ته وهڅوي او په علمي ډګرونو کې د دوی آرمانونو د بشپړولو لپاره شونتیا برابره کړي.