بدخشان کې د یوې پولیسې مړی چې طالبانو وژلې وه پیدا شو

بدخشان
Image caption له ښی لاس: نورحیا او منورا

د بدخشان په مرکز فیض اباد کې له دوو وژل شویو پولیسو خویندو د یوې خور جسد پیدا شوی خو د بلې لا څه درک نه دی لګېدلی. د دغو دوو نجونو کورنۍ نن د فاتحې مراسم پر ځای کړل.

دغه دوه خویندې چې د دې ولایت ارګو ولسوالۍ ته د اختر په رخصتیو تللې وې، د کورنۍ د غړو په وینا یې، فیض اباد ته نژدې وسله والو طالبانو نیولې وې او له وژلو وروسته یې مړي سیند کې غورځولي ول.

نورحیا او منورا، د بدخشان د امنیې قومندانۍ هغه دوه پولیسې وې چې اووه ورځې وړاندې د دې ولایت ارګو ولسوالۍ په سپینګل سیمه کې د وسله والو مخالفینو له خوا ونیول شوې.

ویل کېږي هغوی تر وژل کېدو وړاندې وهل او ټکول شوي ول او مړي یې د کوکچې سیند ته غورځول شوي ول.

مور یې چې په ویر او ژړا له بي بي سي سه خبرې کولې هغه کیسه کوله چې څنګه یې غبرګې لوڼې په یوه ورځ ترې مرګ بیلې کړې.

مور یې وايي: "دوی ویل سپینګل سیمې ته به چکر ولاړې شو، چې بېرته راتلو څلور کسانو مو موټر ودراوه، وهل او ټکول یې پیل کړل. زما لورګانې یې ووهلې".

Image caption د دغو دوو نجونو کورنۍ نن د فاتحې مراسم پر ځای کړل.

د نورحیا او منورا مور زیاتوي:" ما ورته ویل ولې یې وهئ؟ زارئ مې وکړې ویل مې زوې مې د قران قاري دی لورګانې مې درس وایي زه یې بل موټر کې کښېنولم او لورګانې مې یې د سیند خواته یوړې. نوره پوه نه شوم چې څنګه یې ووژلې. د منورا جسد وموندل شو خو نور حیا مو لا نه ده موندلې".

د ۲۲ کلنې منورا مړی دوه ورځې وړاندې د کوکچې په سیند کې وموندل شو خو د ۲۴ کلنې نورحیا جسد لا هم لادرکه دی. منورا له یوه روغتیایي اینسټیوټه فارغه وه او نور حیا له دولسم ټولګي. د پولیسو لنډ مهاله زدکړې یې په ترکیه کې کړې وې او یو کال کېده چې امنیې قومندانۍ سره یې کار کوه.

مور یې وایي د دوه لوڼو وژلو یې زړه ټپي کړی خو دا چې لوڼې یې ملي پولیسو سره د یو ځای کېدو لپاره هڅولې وې پښېمانه نه ده او وایي پاتې بچیان که قانوني عمر ته ورسېږي د امنیتي ځواکونو لیکو کې به یې شامل کړي.

د بدخشان د پولیسو مشر عبدالخالق اقسای له بي بي سي سره په خبرو کې دا پېښه لویه ضایعه وګڼله خو نوموړی وایي پېښه ظاهراً د دې سرتېرو له بې احتیاطۍ منځ ته راغلې.

ښاغلی اقسای وایي نور حیا او منورا دغې نا امنې سیمې ته په ورتلو د پولیسو لارښود ته پاملرنه نه وه کړې.