د افغانستان کليوالو سيمو کې ښځينه کاري ځواک
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان کليوالو سيمو کې ښځينه کاري ځواک

افغانستان کې تېره څه د پاسه یوه نيمه لسيزه کې د ژوند بېلابېلو برخو د ښځو ونډه او ګډون پام وړ زيات شوی، خو کليوالو سيمو کې، په تېره بيا کاري برخه کې د ښځو ونډه ټيټه ده.

د نړيوال بانک د يوه راپور له مخې دې برخه کې دغه هېواد په ۱۹ سلنه نړۍ کې تر ټولو ټيټه کچه لري.

که څه هم تېرو کلونو کې د افغانستان کليوالو سيمو کاري ساحه کې د ښځو شمېر زيات شوی، خو ګڼ شمېر یې اوس هم له کاري بازاره بهر دي.

ذبيح الله رحيمزی له جلال اباده کليوالو سيمو کې د ښځينه کاري ځواک په اړه راپور راکوي.