افغان ولسمشر له تاجک او پاکستاني مشرانو سره د "اوبو پر مدیریت هم خبرې" کوي

د انځور حقوق Arg
Image caption ولسمشر تاجکستان ته یو ورځنی سفر لري.

افغان ولسمشر اشرف غني د کاسا زر پروژې هېوادونو په دویمه سرمشریزه کې د ګډون لپاره له یوه لوړپوړي پلاوي سره د پنجشبې په ورځ تاجکستان ته لاړ.

افغانستان، پاکستان، قرغزستان او تاجکستان د کاسا زر پروژې غړي هېوادونه دي.

* د ټاپي پروژې اقتصادي ګټې او ننګونې

* پاکستان ته له منځنۍ اسيا د برېښنا لېږد پروژه ژر پيلېږي

* له ګاونډیانو سره د اوبو پر سر د افغانستان زیاتېدونکی کړکېچ

له ارګ خپره شوې بیانیه وايي، چې ولسمشر به په دې یوه ورځني سفر کې په دې ناسته کې پر ګډون او وینا سربېره د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د خپلمنځي اړیکو پر پراخولو خبرې وکړي.

"د دغې سرمشریزې اصلي موخه د کاسا زر پروژه ده، چې د افغانستان له لارې پاکستان ته د تاجکستان او قرقزغستان زر میګاواټه بریښنا ولیږدول شي".

د دې پروژې په لړ کې افغانستان ته هم درې سوه میګاواټه بریښنا ورکول کیږي.

د اوبو پر مدیریت خبرې

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان یواځې له ۳۰ سلنه اوبو کار اخلي او پاتې ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ال ازاد وايي د دغې سرمشریزې په ترڅ کې د کاسا زر پروژې د عملي چارو د پرانیستلو ترڅنګ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له مشرانو سره د افغانستان د روانو د اوبو په اړه هم خبرې وشي.

"د افغانستان د اوبو مدیریت د افغان ولس او حکومت یو لومړیتوب دی. او دا مدیرت به موږ په قانوني ډول ترسره کوو".

نوموړي په خبره، د کاسا زر پروژه د افغانستان تاجکستان قرعزستان او پاکستان مشرانو له خوا پرانیستل کېږي.

په پام کې ده چې په تاجکستان کې د څلورو هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره هم ځانګړې ناسته ولري.

* کابل ۵ سترو پروژو کې د چین او پاکستان همکاري غواړي

* افغانستان له چین سره د کونړ پر سیند د برېښنا پروژه لاسلیک کړه

نواز شریف پرون دغه هېواد ته رسیدلي ، تاجکستان ته د ښاغلي شریف د سفر په لومړۍ ورځ دغو دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او لوړو زدکړو په برخه کې دوه تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړل.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال پژواک خبري اژانس ته ویلي په دغې دوه اړخیزه غونډه کې به اشرف غني او نواز شریف د دواړه هېوادونو پر دوه اړخیزه اړیکو او له ترهګرۍ سره پر روانه جګړه خبرې وکړي.

دغه کتنه وورسته له هغه کیږي چې افغان حکومت د امریکا د کانګرېس د پلاوي په منځګړتوب ومنله چې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د ترهګرو پرضد همغږي عملیات ترسره شي. امریکا به د دغو عملیاتو څارنه کوي.

افغانستان کې د برېښنا د کمښت او د اوبو د مدیریت ستونزه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان لومړی وزیر د تاجکستان له ولسمشر سره تېره ورځ لیدنه درلوده.

د افغانستان اوسنۍ برېښنا بسنه نه کوي او له ترکمنستان، تاجکستان او نورو هېوادونو اړتیا وړ برېښنا واردوي.

خو شمېرې وايي، چې دغه هېواد یواځې له خپلو ۳۰ سنله اوبو کار اخلي او پاتې اوبه یې ګاونډیو هېوادونو په تېره پاکستان او ایران ته بهېږي.

د شمېرو له مخکې، که افغانستان کې برېښنا بندونه جوړ شي، نو ګاونډیو هېوادونو ته هم برېښنا ور کولی شي.

افغان حکومت په وروستیو کې د برېښنا بندونو د جوړولو هڅه پیل کړې او د چین او ترکیې په ګډون یې له مختلفو هېوادونو سره تړونونه لاسلیک کړي دي.

په هرات کې سلمان بند د هند په مرسته جوړ شو او اوس برېښنا ور کوي، همدارنګه په فراه او نیمروز کې پر برېښنا بندونو کار روان دی او کجکي بند رغولو چارې هم پرمخ ځي.

تېره میاشت افغان ولسمشر له چینايي سیال سره پر کونړ سیند د برېښنا بند جوړولو پروژه لاسلیک کړې ده.

خو د افغان حکومت دا پرمختيايي پروژې د ګاوندیو له مخالفت سره مخ کېږي.

د روانې اونۍ په لومړیو کې د ایران ولسمشر وویل، چې افغانستان کې برېښنا بندونه جوړول د دغه هېواد سرحدي ولایتونه اغېزمنوي.

خو افغان چارواکي دا خبره ردوي او وايي، د نړیوالو قوانینو له مخې پر خپلو اوبو برېښنابندونه جوړوي او ایران ته د شوي تړون له مخې د اوبو خپل حق ور کوي.

ورته مطالب