د سالنګ نوي تونل لپاره د ۱۹ ميليونو ډالرو پروژه لاسليک شوه

د انځور حقوق Chief executive office
Image caption د سالنګ د نوې لارې لومړنۍ مطالعه په ۲۰۱۲ کال کې شوې وه

افغان دولت له یوه استرالیایي شرکت سره د سالنګ د نوي تونل د مطالعې او ډیزاین تړون لاسلیک کړ. د دغې پروژې لګښت چې څه باندې ۱۹ میلیونه ډالره کیږي د اسیایي پراختیا بانک او جاپان له خوا ورکول کیږي.

د سالنګ د نوې لارې لومړنۍ مطالعه په ۲۰۱۲ کال کې شوې وه، خو دادی نژدې پنځه کاله وروسته یوه استرالیایي شرکت دې ته ټټر وهلی چې د دغې لارې ارزونه او ډیزاین به تر راتلونکو ۲۶ میاشتو نهایي کوي. د تړون له مخې د استرالیا سمیک شرکت به غوره شوې درې لارې ارزوي او تر ټولو لنډه، اسانه او اقتصادي هغه به یې د عملي کېدو پړاو ته وړاندې کوي.

* د پاکستان پخوانی سفیر: که افغانستان کې بریا غواړئ پر پاکستان کړۍ ور تنګه کړئ

* "د افغانستان کرېکټ به زما د نسل د سپورټ تر ټولو ستره کیسه وي"

* له ګاونډیانو سره د اوبو پر سر د افغانستان زیاتېدونکی کړکېچ

د سالنګ د نوي تونل د تخنیکي مطالعې او ډیزاین پروژه نژدې ۲۰ میلیونه ډالر لګښت لري. د ټولګټو وزیر محمود بلیغ د پروژې د تړون په غونډه کې ووېل:

"دغه شرکت به په ۲۶ میاشتو کې درې غوره شوي مسیره په هر اړخیز ډول مطالعه کوي، د دغو له ډلې به هغه مناسبه، لنډه او ارزانه لاره وروستۍ کوي، دغه شرکت به د تدارکاتو پړاو لپاره د پروژې تخنیکي اسناد هم چمتو کوي، له دې وروسته به پروژه د داوطلبۍ پړاو ته ځي او د جوړېدو چارې به یې پیلیږي."

Image caption دا د افغانستان يو له مهمو لارو څخه ده چې نهه شمالي ولايتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي
Image caption د سالنګ د نوي تونل د تخنیکي مطالعې او ډیزاین پروژه نژدې ۲۰ میلیونه ډالر لګښت لري

د سالنګ اوسنۍ لاره شاوخوا پنځوس کاله وړاندې د محمد داود خان د صدر اعظمۍ پر مهال جوړ شوی چې ورځ کې د ۲۵۰۰ موټرو د تګ راتګ وړتیا لري، خو اوس هره ورځ پر دې لارې څه باندې دولس زره واړه او لوی موټر تګ را تګ کوي.

دا تونل څو ځله بیا رغول شوی، خو لا هم ډېرې کندې کپرې لري. د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، د سالنګ د نوې لارې جوړول له منځنۍ اسیا سره د اقتصادي راکړې ورکړې پیاوړتیا ته زمینه برابروي:

"دا پروژه له ملي ارزښت سربیره سیمه ییز ارزښت هم لري، دا پروژه په سیمه ییزو اقتصادي همکاریو کې رغنده رول لوبوي."

د انځور حقوق Chief executive office
Image caption د سالنګ اوسنی تونل په ورځ کې د ۲۵ زره موټرو د تګ راتګ وړتیا لري

د ټولګټو وزارت وایي، د هیواد د شمال او جنوب د نښلولو لپاره د سالنګ د نوې لارې سربیره د سالنګ پخوانۍ لاره هم بیرته رغوي او دغه راز هڅه کیږي چې د دوشي - بامیان او خاواک - خنجان لویې لارې هم ورغوي چې شمال ته د لېږد را لېږد ښې او لنډې لارې بلل کیږي.

سالنګ د افغانستان له ستراتیژيکو لارو دی چې کابل له شمالي ولایتونو سره نښلوي او د جنوبي او منځنۍ آسیا ځمکنۍ سوداګري هم له همدې لارې کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب