د بلخ چمتال ولسوالۍ کې جګړه ځپلي مرستې غواړي

Image caption ځايي خلک وايي، د جګړې له امله یې کروندې هم زیانمنېږي.

د بلخ په چمتال ولسوالۍ د دولت او وسلوالو طالبانو تر منځ له دوو اونیو راهیسې نښتی روانې دي.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند شیرجان درانی وايي، چې نښتې پای ته نږدې شوې او اوس دوی په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

ښاغلی دراني وايي، په دغو نښتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د چمتال ولسوالۍ د امام صاحب په نوم له سیمې بیځایه شوي وايي، ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه کورنۍ د جګړې له ډګر تېښتي ته اړ شوې دي .

* افغان سوله او جګړه ځپلي وګړي

* د ملګرو ملتونو عمومي منشي کابل کې د بې ځایه شویو لیدو ته تللی

د دغو کورنیو له ډلی ځینو مزارشریف ته پناه وړې او وايي چې تر اوسه چا ور سره مرسته نه ده کړي:

"عبدالقدیر یم، د امام صاحب د ترکو د کلي اوسېدونکی یم، لس ورځې کېږي جګړه روانه ده، هره ورځ د خلکو سر او مال ته زیان رسېږي، غنم سوځي، کروندې له منځه ځي، لارې تړلې دي".

نوموړی وايي، دوی ښار ته د خپل ورور کور ته راغلي: "که څوک خپلوان لري، لاړ دي او که خپلوان نه لري، په جګړه کې پاتې دي".

د چمتال ولسوالۍ د انکشافي شورا مرستیال عبدالبصیر وايي، خلک په سیمه کې ډېر په ځور دي او که څوک بې ځایه شوي هم دي له ستونزو سره مخ دي.

" له بيځایه شویو سره هم مرسته نشته، نه د جګړې وضعیت معلوم دی چې تر کله به روانه وي، ځکه باید خلکو ته یو پنډغالی جوړ شي او د خلکو سره مرسته وشي".

د انځور حقوق .
Image caption د چمتال په یوه جومات کې د ۱۳ حکومت پلوه وسلوالو له وژلو وروسته نښتو زور واخیست.

د بلخ د ګډالو چارو ریاست بیا وايي، د چمتال له جګړو د بیځایه شوو سروې يي پیل کړې او ډیر ژر به اړمنو کورنیو ته اړتیا وړ توکي ووېشل شي.

په چمتال ولسوالۍ کې دغو نښتو تیره اونۍ هله زور واخیست چې ددغی ولسوالۍ د شش پیکال په سیمه کې په یو جومات ۱۳ تنه ووژل شول چې سیمي ته له طالبانو سره د جګړي په موخه لیږل شوی وو .

چارواکي وايي په اوسنیو نښتو کې یې له شل تنو ډېر وسلوال طالبان وژلي، چې پنځه پکې سرګروپ دي او د طالبانو د نومول شوي والي د تره زوی هم پکې دي‎.

خو وسلوال طالبان حکومت ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو دعوه کوي.