کورنیو چارو وزارت وايي "هدفي برید" کې یې طالبان وژلي

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption پولیس وايي، ۱۰ موټرسایکلونه او ۸ بوشکې چاودېدونکي توکي یې هم له منځه وړي دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره ورځ د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو "هدفي برید" کړی چې له امله یې یوولس طالب وسله وال وژل شوي او یوه اندازه چاودېدونکي توکي یې لاس ته ورغلي دي.

غني: طالبان د سولې وروستي چانس لري

افغان کرېکټ بورډ په لوګر ولایت کې هم لوبغالی جوړوي

لوګر کې د پاکستانۍ چورلکې نا معلوم برخلیک

له دغه وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په برید کې یې پنځه طالب وسله وال ټپیان کړي، ۱۰ موټرسایکلونه او ۸ بوشکې چاودېدونکي توکي یې هم له منځه وړي دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، په یادو عملیاتو کې څلور پولیس ټپیان شوي، خو نور چاته پکې زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو مشخصن د همدې پېښې په تړاو څرګندونې نه دي کړي، خو ویلي دي تېره ورځ یې د لوګر د محمداغې ولسوالۍ په ابپران سیمه کې پر دولتي ځواکونو برید کړی، دوه ټانکونه یې له منځه وړي، څلور سرتېري یې وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د انځور حقوق MOI
Image caption پولیس وايي، ۱۰ موټرسایکلونه او ۸ بوشکې چاودېدونکي توکي یې هم له منځه وړي دي

ورته مطالب