غزني: پاکستان ته قاچاقېدونکي ماشومان ژغورل شوي

.
Image caption یاد ماشومان تېر مازیګر د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

د غرني امنيي قومندان وايي، د افغان ماشومانو یوه ۲۵ کسیزه ډله یې ژغورلې چې له دغه ولایت څخه پاکستان ته د ځانمرګو بریدونو او ویجاړوونکو فعالیتونو لپاره لېږدول کېدل.

د غرني امنیه قومندان غلام مصطفی مایار یکشنبه د چنګاښ ۱۸مه په یوه خبري ناسته کې وویل، دغه ۲۵ ماشومان په دوو موټرونو کې د څلورو کسانو له لوري د دیني زدکړو په پلمه د پاکستان د بلوچستان بای پاس سیمې ته بېول کېدل.

افغانستان ۱۰۲ قاچاق شوي اثار بېرته ترلاسه کړل

د برازیل پولیسو د کوکایینو د قاچاق امپراتور ونیوه

کویټ کې د نشه يي توکو قاچاق وړونکې کوتره

یاد ماشومان تېر مازیګر د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

د نوموړي د ادعا له مخې، هغه ځای ته چې دا ماشومان لېږدول کېدل، د دولت وسله وال مخالفان پکې روزنیز مرکزونه لري: "پولیسو په قره باغ او اب بند ولسوالیو کې دغه ماشومان له قاچاق کوونکو وژغورل او د لېږدولو په تور یې څلور کسان هم نیول شوي دي."

د غرني امنیه قومندان غلام مصطفی مایار وايي ، په نیول شویو څلورو کسانو کې دوه يې موټر چلوونکي دي.

د ښاغلي مایار په خبره، پاکستان ته لېږدول کېدونکي ماشومان ډېری یتیمان او بې سرپرسته دي، چې د یادو کسانو له لوري تېر اېستل شوي وو: " دغو ماشومانو ته یې یو ډول کیمياوي ماده ور کړې وه چې د تشخیص، درک او هوښیارۍ قوې یې ور شنډې کړې وې."

ورته مطالب