کمپاین کوونکي له ای سي سي غواړي "شهزاد وبښي"

لارډز
Image caption د شهزاد ځینو پلویانو شعارونه پر خپلو کالیو لیکلي ول.

د افغانستان د کرېکټ مینه والو پر ټولنیزو شبکو یو کمپیان پیل کړی چې په کې د کرېکټ له نړیوالې شورا، ای سي سي غواړي وتلی افغان توپ وهونکی شهزاد محمدي وبښي.

د شهزاد د بخښنې لپاره د #ForgiveMS "شهزاد وبخښئ "هشټګ جوړ شوی او د ده د مینه والو له خوا کارول کېږي.

د انځور حقوق Twitter
Image caption "موږ د ای سي سي قانون او مقررات نه شو بدلولای، خو ای سي سي شهزاد بښلی شي او یا یې موده کمولی شي، نو د ښه نیت د ښودلو لپاره لطفا شهزاد وبښئ."

د لندن مشهور لارډز لوبغالي کې د اېم سي سي او افغان کرېکټ لوبډلې ترمنځ سیالۍ کې هم شهزاد ته یو شمېر کمپاین کوونکو ګډون کړی و.

پرون لارډز لوبغالي کې د شهزاد یو شمېر مینه والو له ځانه سره داسې پوسترونه لېږدول چې پرې لیکلي ول " زه له تاسې غواړم شهزاد وبښئ."

Image caption پرون لارډز لوبغالي کې د شهزاد مینه والو د ده په پلوۍ پوسترونه پورته نیولي ول.

شهزاد محمدي څو میاشتې وړاندې د ناقانونه درملو د خوړلو په تور د کرېکټ د نړیوالې شورا له لوري د اوس لپاره له لوبې کولو منع شوی دی.

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل بي بي سي ته وویل چې دوی له شهزاده د دفاع لپاره وکیل نیولی دی او مسله یې په جریان کې ده.

د انځور حقوق Payenda Sargand
Image caption "موږ له ای سي سي تمه لرو پر هغو خلکو یې ډېره سخته ونه نیسي چې کرېکټ یې کډوالۍ کې زده کړی دی."

ده وویل شهزاد محمدي نه و خبر چې منع شوي دارو یې خوړلي.

د ښاغلي مشعل په وینا تر اوسه د شهزاد پر قضیې نژدې ۸۰ زره ډالر لګېدلي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د لوبې پچه اېم سي سي‌ ګټلې وه او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. اېم سي‌سي په ۴۰ اوورون کې ۲۱۷ منډې وکړې. افغانستان په ۵ اوورونو کې د يوه لوبغاړي په سوځېدو ۳۱ منډې وکړې.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د باران له امله د افغانستان او اېم سي‌سي‌تر منځ نننئ‌لوبه لغوه شوه.
د انځور حقوق Twitter
Image caption "ای سي سي، د تر ټولو ستر بوختوونکي مینه وال نور انتظار نه شي کولی، موږ غواړو د قضیې په تړاو پرېکړه مالومه شي، شهزاد وبخښئ."

ویل کېږي ښایي د دوو کلونو لپاره پر شهزاد بندیز ولګېږي او د لوبو له ترسره کولو محروم شي.

شهزاد یو له هغو وتلو افغان لوبغاړو دی چې د بهرنیو هېوادونو په لیګونو کې لوبېدلی دی.