۲۹ کلنه افغان پیلوټه خپله شخصي الوتکه کې پر نړۍ راګرځي

د انځور حقوق AFP
Image caption ښایسته واعظ یوه انجن لرونکې الوتکه کې یواځې پر ۱۹ هېوادونو را ګرځېدلې ده.

د افغان کډوالو پنډغالي کې زېږېدلې افغانه پر نړۍ له ګرځېدلو سره نورو مېرمنو ته دا الهام ور کوي چې خپلې هیلې تعقیب کړي.

۲۹ کلنه ښایسته واعظ د افغانستان لومړنۍ ښځینه ولسي پیلوټه ده، چې پر نړۍ الوت کوي او خپلو هیلو ته د رسېدلو لپاره نورې مېرمنې هڅوي.

نوموړې دا نوم ګټل هم غواړي پر نړۍ د یواځې الوت له لارې لومړنۍ ځوانه مېرمن وبلل شي.

* افغان مېرمن، د ۷۰۰ کورنیو واکمنه

* افغان مېرمنې، د لاغوره راتلونکې لپاره هڅې او هیلې

هغې خپل خیالي سفر په کوچنۍ او یوه انجن لرونکې الوتکه کې له امریکا- چې اوس پکې اوسېږي- پیل کړ او د دوشنبې په ورځ د افغانستان پلازمېنې کابل ته ورسېدله.

مېرمن واعظ کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل، خپل اصلي ټاټوبي ته په رسېدلو ډېره خوشاله ده.

"نږدې ۲۹ کاله وروسته خپل هېواد ته ستنېږم، هغه هم د داسې پیلوټې په توګه چې پر نړۍ الوت کوي او نورو ته الهام ور کوي. په دې ډېره خوشاله یم چې دلته یم".

له ولسمشر سره د واعظ لیدنه

د انځور حقوق Arg
Image caption ښایسته واعظ له ولسمشر سره لیدنه کې ویلي، چې نړۍ ته به د افغانانو د سولې پیغام ورسوي.

افغان ولسمشر محمداشرف هم په ارګ کې له ښایسته واعظ له وکتل.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې ښاغلي غني له ښایسته واعظ سره په کتنه کې د نړۍ ۱۸ هېوادونو ته د الوتنې لپاره د هغې کوښښونه وستایل او هیله یې څرګنده کړه چې نورې افغان نجونې هم د پیلوټۍ په برخه کې زدکړې وکړي او افغانستان ته ویاړونه ور په برخه کړي.

* د افغان ښځو په ملاتړ ناروې کې غونډه جوړه شوه

* افغانه غرختونکې د ایټالیا الپ غرونو سر ته ختلې

"ښایسته واعظ له ولسمشر څخه د هغې د هڅونې له امله مننه وکړه او ویې ویل: ویاړم چې افغانه یم او د پیلوټۍ په برخه کې به خپلې زدکړې او تجربې له نورو افغان نجونو سره د دوی د بریالیتوب په موخه شریکې کړم".

د دي خبرپاڼې له مخې، اغلې واعظ څرګنده کړه، د نړۍ چاپېره سفر بشپړولو لپاره بېلابېلو هېوادونو ته د سفر او له خلکو سره د لیدنو پرمهال به د افغانانو د سولې پیغام نړیوالو ته ورسوي.

له افغان - شوروي جګړې ګډواله شوې ښایسته

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښایسته واعظ په خپله الوتکه کې.

ښایسته واعظ پنډغالي کې زېږېدلې او پر ۱۹۸۷ کال- د افغان شوروي د جګړې پر مهال- له مور او پلار او خپلو پنځو خوندو سره له افغانستان امریکا ته تللې ده.

نوموړې د کلیفورنیا ایالت په ریچمونډ بې وزله سیمه کې لویه شوې او وايي، تر هغه نه وه چې د الوت فکر یې نه و موندلی او کالج ته پر تللو او دنده لرلو یې فکر کاوه.

هغې په کابل کې خبریالانو ته وویل:

"کله چې وړه نجلۍ وم، فکر مې کاوه، ممکن کالج ته لاړه شم، په ځوانۍ کې به واده وکړم او کورنۍ به ولرم، خو بیا مې بل څه وموندل او هغه څه چې ما په ریښتیا ور سره مینه لرله او هغه الوت و".

* افغان ښځې د کور له کارونو تر سوداګرۍ

* د افغان مېرمنو کمپاین: زما نوم زما پېژندګلوي ده

د هغې په خبره: "دا نه باورېدونکی احساس دی، د خپلې شخصي الوتکې پیلوټه یې او هر هغه ځای ته الوت کوې چې خوښه دې وي. دا داسې مینه ده چې په ریښتیا خوند ترې اخلم، دوام یې غواړم او غواړم افغان مېرمنې هم دا تجربه وکړي".

ښایسته واعظ د لوړو هیلو په نوم خصوصي اداره جوړه کړې او غواړي پر ټوله نړۍ را وګرځۍ او پېغلو او مېرمنو ته دا الهام ور کړي چې ساینس، ټیکنالوجي، اینجینري او ریاضي زده کړي.

مېرمن واعظ په خپله کورنۍ کې یواځنی شخصت دی چې لیسانس او ماسټري زدکړې لري.

هیلو پوره کولو ته مېرمنې هڅول

د انځور حقوق Arg
Image caption افغان ولسمشر ښایسته واعظ د خپل هوډ له امله وستایله.

هغه وايي: "پیغام مې دا دی چې ته را وتلی شې. هر ډول پنس منظر چې لرې، ته به له ننګونو سره مخ یې خو تر ټولو مهمه دا ده چې ته یوه هیله ولرې، لویه هیله، سخت کار وکړې او په خپله هیله پسې شې".

ښایسته واعظ خپل سفر د مۍ پر ۱۳ د امریکا له فلوریډا ایالت پیل کړ او تر اوسه یې ۱۹ هېوادونو ته الوت کړی.

هغه په خپله الوتکه کې د امریکا فلوریډا ته تر ستنېدلو مخکې له افغانستان وروسته نورو اسیايي او اسټرالیايي هېوادونو ته هم تلل غواي.

* په افغانستان کې په نشو روږدې مېرمنې

* د افغان مشرانو د مېرمنو ګوښی ژوند پای مومي؟

اغلې واعظ وايي، وارمخکې یې افغانستان ته د ستنېدلو پلان درلود.

"په تېرو دوو کلونو کې ما افغانستان ته د ستنېدلو نیت درلود چې د الوت ښوونځی پرانیځم یا بل څه وکړم چې افغان مېرمنې د الوت تجربې پکې کړي".

د هغې په خبره، په افغانستان کې مېرمنې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

"زه ډېره بختوره یم چې د زدکړو چانس مې درلود، هغه څه ته ورسېدلم چې مینه مې ور سره وه او هغه الوت دی، خو دا مې ځوروي چې وینم زما په عمر ډېرې نجونې دا چانس نه لري".

غواړم داسې څه وکړم چې د دې مېرمنو ملاتړې شم.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښایسته واعظ له افغانستان وروسته پر اسیايي او اسټرالیايي هېوادونو تر ګرځېدلو وروسته امریکا ته ستنېږي.