لویه څارنوالي: د دوستم دوسیه محکمې ته وسپارل شوه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جنرال دوستم دا مهال په ترکیه کې دی.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم دوسیه یې محکمې ته سپارلې ده.

دوستم د جوزجان د پخواني والی احمد اېشچي پر جنسي ځورونه تورن دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د بي بي سي له خبریال محفوظ زبیدي سره په خبرو کې وویل، چې د قانوني پړاوونو لپاره محکمې ته سپارلې ده.

"د افغانستان لویې څارنوالۍ د ولسمشر د لوړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په تړاو د بد چلند او جنسي ځورونې دوسیه محکمې ته وسپارله".

* "دوستم توره تیاره کې ترکیې ته ولاړ"

* د جنرال دوستم د زوی کوژدې مراسمو کې سیاسي ټلواله؟

د ملي جنبش ګوند پخواني مرستیال او د جوزجان پخواني والي احمد اېشچي نوموړی پر انسان تښتولو بد جنسي چلند تور کړی دی.

احمد اېشچي نژدې اته میاشتې مخکې ادعا وکړه، چې ښاغلي دوستم او ساتونکو یې د جوزجان مرکز شبرغان کې وتښتاوه او بد جنسي چلند یې ور سره وکړ.

له هغه وروسته د افغانستان لویې څارنوالۍ د دې مسلې دوسیه پرانیسته.

د جنرال دوستم ویاندان دا تورونه ردوي او وايي، د ولسمشرلومړي مرستیال پرضد سیاسي دسیسه جوړه شوې.

د انځور حقوق .
Image caption احمد اېشچي د دوستم سیاسي سیال او د جوزجان پځوانی والي.

اوس پر دې دوسیه کار کېږي او د ښاغلي دوستم ساتونکي د دې دوسیې په تړاو د څېړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته تللي، خو پخپله نه دی چمتو شوی.

محکمې ته د دې دوسیې د سپارلو په هکله د لویې څارنوالۍ دا ګام په داسې مهال دی چې په کابل کې د امریکا سفارت پرون د دوستم او اېشچي د دعوا په هکله څرګندونې کړې.

په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر وویل، چې نړیواله ټولنه او د افغانستان خلک د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم د دوسیې د څېړلو ملاتړ کوي.

* ''د دوستم د دفتر تنخاوې او لګښت نه دی ورکړل شوی''

* دوستم: نه مې کور کلابند شوی او نه هم له ولسمشر سره اختلاف لرم

د هوګو لارنس په خبره، د جنرال دوستم په وړاندې د جنسي ځورونې او ناوړه ګټې اخیستنې تورونه په بشپړ ډول جدي دي.

"زما حکومت، نړیواله ټولنه او د افغانستان خلک د ولسمشر د لومړي مرستیال دوستم او د هغه د ملګرو د قضیې په تړاو د روانو جدي پلټنو او ممکنو قانوني ګامونو اوچتولو ملاتړ کوي".

پر جنرال دوستم تور دی چې خپلو کسانو ته یې د خپل سیاسي سیال احمد اېشچي د وهلو، جنسي ځورولو او سپکاوي امر یې کړی و.

دا ګام په داسې مهال دی چې جنرال دوستم پخپله په ترکیه کې دی.

نوموړي څه مهال مخکې د بلخ له والي او د اجراییه ریاست دویم مرستیال سره ایتلاف جوړ کړ.

د انځور حقوق Enayat Farahmand Facebook
Image caption جنرال دوستم تېره میاشت ترکیې ته لاړ او په دې وروستیو کې یې د بلخ له والي او د اجراییه ریاست له مرستیال سره ایتلاف جوړ کړ.

ورته مطالب