خوست کې سل زرغاخونې د کال له ۶ سوو ټنو زيات سابه توليدوي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

خوست کې سل زرغاخونې د کال له ۶ سوو ټنو زيات سابه توليدوي

افغانستان کې د کرنيزو چارو چارو او تولید غوړولو هلې ځلې. خوست کې سل زرغاخونې د کال له ۶ سوو ټنو زيات سابه توليدوي.

د افغانستان خوست کې د کرنيزې ودې او پرمختيا په موخه سل زرغاخونې په فعال ډول کار کوي.

دغه هېواد داسې وخت کې د کرنيزو چارو پراختيا ته پام وراړولی، چې پر کور دننه توليد زياتوالي او پر ځان بسياينې لپاره یې هلې ځلې زیاتې کړې دي.

د خوست دا زرغاخونې هم د کرنې پراخوالي او د کليوالو سيمو پرمختيا چوکاټ کې د دغه ولايت څلورو ولسواليو کې، د نژدې ۷ سوه زره ډالرو په لګښت جوړې شوې دي. اوسمهال د کال ۶۵۰ ټنه تازه سابه توليدوي.

احمد شاه پرې له خوسته راپور لري.