افغان نجونې د ټرمپ په مرسته د واشنګټن روباټي سیالۍ ته ځي

Image caption د سفر پر مهال افغان نجونې خوشحاله ښکارېدې.

د امریکا پلازمېنه واشنګټن کې پولیټیکو وېبپاڼه وايي، امریکايي چارواکو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپارښت پرېکړه کړې، هغو افغان نجونو ته واشنګټن ته د تلو اجازه ور کړي چې د روباټونو سیالۍ کې ګډون کوي.

د افغانستان په هرات ولایت کې د دغو زدکوونکو نجونو د ویزې غوښتنه پخوا منل شوې نه وه.

دغه شپږ نجونې دوه ځله کابل کې د امریکا سفارت ته د ویزې اخیستلو لپاره لاړې، خو بریالۍ نه شوې.

* افغان غر ختونکې نجونې

* افغان نجونې د ټرمپ په مرسته د واشنګټن روباټي سیالۍ ته ځي

هغه مهال د دو ی له ډلې رودابه نوري بي بي سي ته وویل:"ډېر ناهیلي شوو، یوه لویه روحي ضربه وه. موږ په ډېره تمه د ویزې د اخیستلو لپاره اقدام کړی و."

Image caption دا نجونې د خپل روباټ پر جوړولو لګیاد دي.

اغلې رودابه زیاتوي: "تل مو اوریدلي وو چې د افغانستان او امریکا ترمنځ ښه اړیکي شته او امریکا د ښځو د ظرفیت د لوړولو لپاره مرسته کوي. موږ غوښتل چې په سیالۍ کې ګډون وکړو خو ونه شوه او ویزه یی را نه کړه. ډيرې خپه شوو".

پولیټیکو وېبپاڼه وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویزې نه ور کولو مسله ډاګیزه کړې نه ده، خو یو دودیز دلیل دا اندېښنه ده چې ممکن دوی په امریکا کې پاتې او افغانستان ته ستنې نشي.

د ویزې نه ور کولو پراخ غبرګون

دغو افغان نجونو ته د امریکا دویزی نه ور کول په امریکا او افغانستان کې له پراخ غبرګون سره مخ شو.

پولیټیکو لیکي: نیوکګرو(منتقدانو) استدلال کاوه چې دوی ته ویزه نه ور کول افغان ولس ته ناسم پیغام ور کول دي، هغه هېواد چې امریکايي پوخیان لا هم پکې له طالبانو سره په جګړه کې دي، چې یو وخت یې نجونې ښوونځي ته نه پرېښودلې".

* ګيتار زده کوونکې افغان نجونې

* ۲۹ کلنه افغان پیلوټه خپله شخصي الوتکه کې پر نړۍ راګرځي

افغان
Image caption تر سفر وړاندې هوايي ډګر کې افغان نجونو له رسنیو سره په خبرو کې خوښي څرګنده کړه.

بالاخره په مختلفو دولتي ادارو کې د چارواکو له سلا مشورو وروسته د امریکا ملي امنیت وزارت سلا شوی چې د "بښنې" سیستم له مخې چې امریکا ته له ویزې پرته د لس ورځني سفر شونتیا برابروي دغو نجونو ته د واشنګټن په دې سیالۍ کې د ګډون اسانتیا برابره کړي.

د ملي امنیت سلاکارانو ډلې مرستیاله ډیانا پاول په بیان کې ویلي: "دا نجونې چې زدکوونکې دي د ویاړ سبب دي. هغوی د افغان ټولنې د غوره خلکو استازې دي او دا هیله ور کوي چې لوړې هیلې یې ریښتیا کېدلی شي. دوی د افغان ټولنې راتلونکې مشرانې او د افغانستان ځواکمنې استازې دي".

د ایوانکا ټرمپ انتظار

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ولسمشر ټرمپ لور او مرستیاله ایوانکا ټرمپ.

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ مرستیاله او د ده لور ایواننا ټرمپ وايي، د دغو افغان نجونو هرکلي ته سترګې په لار ده، چې په کابل کې د امریکا سفارت له ویزې ور کولو ډډه کړې وه.

هغه په ټوېټ کې لیکلي: "زه راتلونکې اونۍ واشنګټن ته د دغو افغان نجونو د دې ځلانده ډلې او د دوی سیالانو ته د هر کلي لپاره سترګې په لار یم".

* کابل: د ښځو ستونزې د هنر په ژبه

* '' ۷۰ سلنه افغانانې له رواني ستونزو ځوریږي ''

دغو افغان نجونو له ډېرو ستونزو ګاللو وروسته روباټ جوړ کړی چې په روباټي لوبو کې توپ ټولولی یا یو ځای کولی شي.

د افغان نجونو روباټ هم په هغه نړیواله سیالۍ کې نندارې ته وړاندې کېږي چې د جولای له ۱۶ تر ۱۸ په واشنګټن کې جوړېږي او د نړۍ له مختلفو سیمو ۱۶۰ ډلې پکې ګډون کوي.

دا روباټونه وارمخکې امریکا ته لېږل شوي او اوس یې جوړوونکی هم په دغه سیالۍ کې د ګډون لپاره واشنګټن ته تلونکي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption که دوی ته د تګ اجازه ور کړل شوې نه وی، نو د سکایپ له لارې به یې سیالۍ کې ګډون کړی و.