اروپایي ټولنه: د دوستم قضیې ارزول دې 'پروخت' پایته ورسيږي

ژنرال عبدالرشید دوستم د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلی دوستم "له بشري حقونو په جدي سرغړونې" تورن تورن دی، خو د هغه دفتر دا "سیاسي توطیه" بللې ده

اروپایي ټولنې غوښتنه کړې چې د افغانستان د ولسمشر پر لومړي مرستیال دې تورونه په عادلانه توګه وارزول شي او قضیه دې پروخت پایته ورسېږي. ښاغلی دوستم "له بشري حقونو په جدي سرغړونې" تورن تورن دی.

اته میاشتې وړاندې د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي ښاغلی دوستم او د هغه ساتونکي دده په تښتولو او جنسي ځورولو تورن کړل او ورپسې د افغانستان لویې څارنوالۍ په دې تړاو یوه قضیه جوړه کړه. د دوستم ویندویانو د هغه پرضد تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا د ولسمشرۍ لومړي مرستیال پرضد "سیاسي توطیه" ده.

اروپایي ټولنې نن پنجشنبه (سرطان/چنګاښ۱۵) په یوه وینا کې ټینګار کړی چې د ښاغلي دوستم قضیه کې باید قضایي رویه او قانوني بهیرونه مراعات شي او که تور ثابت شي، نو له مجازاتو دې معافیت ورنکړل شي.

ښاغلي دوستم وروسته له هغه چې څو میاشتې د خپل کار دفتر ته لاړ نشو، نژدې دوه میاشتې وړاندې ترکیې ته لاړ. دوستم ته نژدې سرچینو وویل هغه د درملنې لپاره له هېواده بهر تللی.

دوه ورځې وړاندې کله چې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني نه د عبدالرشید دوستم د قضیې په تړاو پوښتنه وشوه، هغه وویل، د سیاسي څېرو په تړاو خبرې نه کوي او په دې اړه د خبرو واک د افغانستان له لویې څارنوالۍ او قضاییه قوې سره دی. ښاغلي غني په ورته وخت کې ټینګار وکړ چې د ښاغلي دوستم قضیه عدلي او قضایي ده او زیاته یې کړه چې هغه د څارنوالۍ په اجازه ترکیې ته سفر کړی.

د ښاغلي دوستم دفتر د ښاغلي غني دغو څرګندونو ته په غبرګون کې وویل، "دا موضوع حقیقت نه لري او د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ هم څارنوالي دا واک نه لري."

Image caption احمد ایشچي د عبدالرشید دوستم سیاسي مخالف دی او د جنش ملي اسلامي ګوند پخوانی مرستیال دی او ادعا کوي چې ښاغلي دوستم او ساتونکو یې ډبولی، کالي یې تري ویستي او داسې یې وښوده چط ګواکې غواړي پرې تېری وکړي

کابل کې د امریکا سفارت سرپرست هوګو لارنس د سه شنبې په ورځ (سرطان/چنګاښ ۱۳مه) په یوه خبري ناسته کې وویل، د امریکا دولت، نړیواله ټولنه او د افغانستان خلک د ښاغلي دوستم د دوسیې د څېړلو ملاتړ کوي.

خو د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر د ښاغلي لارنس خبرې "غیر مسولانه" او اندېښمنوونکې بللې دي او ویلې یې دي چې"د حذف سیاست د افغانستان او د نړیوالو ملاتړو په ګټه نه دی".

د ښاغلي دوستم د دفتر په خبرپاڼه کې له دولت او د افغانستان له نړیوالو ملګرو غوښتل شوي چې "د داسې حاشیوی مسایلو رابرسېره کولو پرځای دې په حکومتولۍ کې د اصلاحاتو او د قانون حاکمیت پیاوړتیا لپاره ګټور او ارزښتمند ګامونه پورته شي."

د انځور حقوق MOHAMMAD MOHAQEQ/FB
Image caption دا نوی ایتلاف (ټلواله) په ترکیه کې اعلان شوه

اروپایي ټولنې د افغانستان خلکو ته په خطاب کې ویلي چې لازمه ده د سولې او ثبات او ډیموکراسۍ د پرمختګ لپاره بشپړ حاکمیت ته په درناوي سره په ګډه کار وکړي.

ښاغلي دوستم، د بلخ والي عطامحمد نور او د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق څه موده وړاندې په ترکیه کې ایتلاف جوړ کړ.

د درېواړو ګوندونو رهبرانو د یوې اعلامیې په خپرولو وویل، "د نظام ړنګېدو او سیاسي ګډوډۍ د مخنیوي او د سخت امنیتي حالت، د دولت ناقانونه کړنو بهیر او د ملي یووالي زیانمنېدو" له امله دغو درېیو ګوندونو هوډ وکړ چې "د افغانستان ژغورنې لپاره د ټلوالې عالي شورا" جوړه کړي.

اړونده مطالب